د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

مصري مظاهره چیان:د عمومي اعتصاب غوښتونکي یوو


مصري لاریوني
مصري لاریوني
په مصر کې د لاریون یو ترتیبوونکي عید محمد د فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ به یو میلیون کسان مظاهرو ته راووځي،موږ تر یوې نامعلومې مودې پورې د عمومي اعتصاب فیصله هم کړې ده.

لومړی د تېرې یکشنبې په ورځ د سویس ښار د کانال کارکوونکو د اعتصاب غوښتنه وکړه، محمد عید وویل چې دوي د سویس له کارګرانو سره یوځای عمومي اعتصاب پیلوي او ترڅو چې د دوي غوښتنې نه وي ترسره شوي اعتصاب به دوام ولري.

په داسې حال کې چې د دولت ضد مظاهرې نن اومې ورځې ته داخل شوې سلګونو مظاهره چیانو تیره ټوله شپه د قاهرې په منځ کې په تحریر میدان یا د ازادۍ په میدان کې تیره کړه.

مصري لیکوالې سحرالموجي چې په روانو مظاهرو کې ګډون لري او سیاسي فعاله هم ده د مظاهرو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

،، موږ تر هغې چې دغه فاسد نظام له منځه تللې نه وي په سړکونو کې شپې ورځې تیروو، دغه فاسد نظام چې د کورنیو چارو وزارت بدمعاشان یي په موږ راخوشې کړي دي.،،

مظاهره چیان وایي، چې هغه یو شمېر بدمعاشان چې له پولیسو سره ارتباط لري په هېواد کې د بې نظمیو او د خلکو د ویرولو لپاره یي په لارو او کوڅو کې په چورتالان لاس پورې کړی دی، روانې مظاهرې له دیرشو کلونو راهیسې په مصر کې ساری نه لري.

محمد البرادعي د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې پخوانی مشر چې د نوبل د سولې جایزه یي هم ګټلی ده د حکومت د مخالفو ډلو له خوا ټاکل شوی دی چې له دولت سره خبرې وکړي.

ده تیره شپه د تحریر په میدان کې مظاهره چیانو ته وویل، چې نوی دوران پیل شوی دی، دوي په روغه لاره روان دي او د دوي شمېر د دوي قوت او زور څرګندوي .

بل خوا د اخوان المسلمین د ګوند چې فعالیت یي په مصر کې رسما ممنوع دی دوه مشران عصام العریان او سعد القطاطني چې د یکشنبې په ورځ له بنده خوشې شول دوي هم مظاهره چیانو ته وینا وکړه، دوي وروسته له دې له زندانه ووتل چې ساتونکو پولیسو د زندان ساتنه پریښوده.

العریان وویل، چې دولت د خلکو د پاڅون د مخنیوي لپاره خپله ټوله وسه وکړه، خو دوي د مرګ ژوبلې په ګاللو سره سره په خپل عزم کې راسخ دي.

ولسمشر حسنې مبارک چې د خپلې دیرش کلنې واکمنی په دوران کې د لومړي ځل لپاره د خلکو له پاڅون سره مخامخ دی په واک کې د پاتې کېدو په هیله یي د لومړي ځل لپاره خپل مرستیال وټاکه، ده نوی حکومت هم ټاکلی دی.

خو مظاهره چیان نه یواځې دغه ټاکنې نه مني بلکې د ټول نظام د ړنګېدو چې په سر کې یي حسنې مبارک دی غوښتنه کوي.

ولسمشر حسنې مبارک د استخباراتو مشر جنرال عمر سلیمان خپل مرستیال ټاکلی، د ملکي هوایي چلند وزیر احمد شفیق یي نوی صدراعظم ټاکلی او جنرال مراد موفي یي د هېواد د استخباراتو نوی مشر ټاکلی دی.

وروسته له دې چې په تیرو دوو ورځو کې پولیس له کوڅو او سړکونو لېرې شول او په ځای یي د اردو ځواکونه په مهمو ځایونو کې ځای پرځای شول وروستي رپوټونه وایي، چې دا له ګولې ضد پولیس له تیرې شپې راهیسې یو ځل بیا سړکونو ته راوتي دي.

رپوټونه وایي، د مصر په روانو مظاهرو کې چې د تیرې سې شنبې ورځې راهیسې پيل شوي دي لږ تر لږه ۱۲۵ کسه مړه شوي دي.

په تیرو درېو شپو کې د شپې له مخې په ګرځېدو راګرځېدو بندیزهم ولګول شو، خو مظاهرو بیا هم دوام وکړ.

ګڼ هېوادونه خپل اتباع له مصره وباسي، امریکا په قاهره کې د خپل سفارت د کارکوونکو کورنیو ته اجازه ورکړې چې له مصره ووځي.

امریکا او اروپایي اتحادیه په مصر کې د قدرت د منظم انتقال غوښتنه کړې ده، د امریکا بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلینتن پرون له پنځو خبری ټلویزیونونو سره په بېلابېلو مرکو د مصر د وضعیت په اړه خبرې وکړې:

،،د امریکا پیغام تل داوو چې موږ په مصر کې ازاد او عادلانه انتخابات وګورو او هیله لرو روان جریانات په دغسې یوې نتیجی تمام شي.،،

د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر فرانکو فراتیني د اروپایي اتحادیي د بهرنیو چارو وزیرانو میاشتنې غونډې ته وویل، چې دی پوره ډاډمن دی چې د مصر ولس به ولسواکي او مدني حقوق غوره کړي او نه افراطیت او بنسټ پالي.

خو بل خوا د اسراییلو یوې ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی، چې د دغه هېواد مشرانو د نړۍ په مشرانو غږ کړی دی، چې د سیمي د ارامی او ثبات لپاره د مصر د ولسمشر حسنې مبارک له انتقاده ډډه وکړي.

هاارتس ورځپاڼه د اسراییلو د یو لوړ پوړي چارواکي له قوله لیکي چې د اسراییلو بهرنیو چارو وزارت د شنبې په شپه د امریکا، کاناډا ، چین او روسیي په ګډون په لسو هېوادونو کې خپلو سفارتخانو ته یو خاص پیغام واستاوو.

د اسراییلو د دغه مقام له قوله چې نوم یي نه دی اخیستل شوی ویل شوي دي، چې په دغه پیغام کې په مصر کې په سولې او ثبات ټینګار شوی دی، خو بل خوا په مصر کې د روانو مظاهرو ملاتړ ورځ تر بلې زیاتیږي.

عمرشریف د نړېوالې سینما مشهور هنرمند او ستوري هم دهغو کسانو ترڅنګ ودرېده چې له واکه د ولسمشر حسنې مبارک د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

العربیه تلویزیون د عمرشریف له قوله وایي، چې حسنې مبارک باید له دیرش کاله وروسته باید واکمنې خوشې کړي.

عمرشریف چې ۷۸ کلن دي او په اسکندریه کې زیږیدلی، د ډاکټر ژیواګو او لارنس اف اربیا په فیلمونو کې درول لوبولو په خاطر نړېوال شهرت لري .

له قاهرې نوی رارسیدلي رپوټونه وایي، په داسې حال کې چې پولیسو او اردو د سړکونو او لارو کوڅو امنیت نیولی دی، مظاهره چیان نن بیا د قاهرې په منځ کې د تحریر په میدان کې راټول شوي دي.
XS
SM
MD
LG