د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د مصر اپوزسیون:حسنې مبارک دې جمهوري ریاست پریږدي


حسنې مبارک
حسنې مبارک
د مصر د اپوزسیون ډلې مهم مشر محمد البرادعي د دې هیواد له ولسمشر حسني مبارک څخه وغوښتل چې جمهوري ریاست پریږدي، څو په هېواد کې یوه ملي متحد حکومت ته لاره هواره شي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکي دا هم وویل، چې مبارک باید ملي متحد حکومت ته له شخړو پرته لاره هواره کړي چې بیا همدغه حکومت خپلواکو او عادلانه انتخاباتو ته زمینه مساعده کړي، تیر ماښام محمد البرادعي په قاهره کې د مظاهرو اصلي مرکز، التحریر میدان ته ورغی:

( زه نن دلته د دې لپاره راغلم چې زموږ د ژوند په ترټولو له خوښې ډکې ورځ کې له تاسو سره یوځای شم. نن زه تاسو هریوه ته په سترګو کې کتلی شم.

د مصریانو په توګه تاسو نن د خپل ژوند او ازادي حق بیرته ترلاسه کړی، چې بیرته به په شا نه شي، لکه څنګه چې موږ مخکې ویلي، موږ یوه مهمه غوښتنه لرو او هغه د دې رژیم لیرې کېدل او د نوي پړاوپیل دی.)

البرادعي له سي این این تلویزیون سره په مرکې کې څرګنده کړه، چې امریکا له هغې ورځې خپل اعتبار زیانمن کړ، چې د دې ترڅنګ چې په مصر کې یې د دیموکراسۍ غوښتنه وکړه خو د حسني مبارک ملاتړ یې وکړ.

البرداعي چې مخکې د ملګرو ملتو د اتومي انرژۍ د نړېوالې ادارې مشر و د پنجشنبې په ورځ له ویانا مصر ته ستون شو او ویې ویل، که چیرته له ده غوښتنه وشوه دی به په مصر کې د نوې سیاسي واکمنۍ په راتګ کې مرسته وکړي.

پرون سهار د اپوزسیون لویې ډلې، اخوان المسلمین د محمد البرداعي داسې ملاتړ وکړ، چې د حسنې مبارک د رژیم په راپرزولو کې به سلامشورې سره کوي. د اخوانیانو پر سیاسي فعالیت په مصر کې بندیز لګیدلې دی.

وروسته تر دې چې وړمه شپه د مصر په بېلابېلو سیمو کې د لوټلو رپوټونه خپاره شول په لارو کوڅو کې د پوځیانو حضور پراخ شو، خو حکومت تیره شپه له پولیسو هم وغوښتل چې بیرته په واټونو کې ګزمې پیل کړي، د قاهرې په هوا کې پرون جټ جنګي الوتکې هم وګرځېدې راوګرځېدې.

د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما غوښتنه وکړه، چې په مصر کې ډموکراسي ته بدلون دې، د یوې منظمې انتقالي پروسې له مخې ترسره شي.

سپینې ماڼۍ وویل، اوباما د ترکیې، اسرایل، سعودي عربستان او بریتانیا له مشرانو سره په مصر کې د روان بحران په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ له خوا په یوه خپاره کړي بیان کې ویل شوي، چې اوباما په مصر کې یوه د اسې حکومت ته د منظمې انتقالي پروسې ملاتړ کوي چې د مصر د خلکو هیلې منعکس کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن له امریکایي فاکس نیوز کانال سره په خبرو کې د اوباما پردې پیغام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې امریکا په مصر کې د دې هېواد د ولسمشر حسني مبارک پرضد د پراخو مظاهرو په نتیجه کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو هیله کوي.

میرمن کلینتن دا واضح نه کړه چې ایا واشنګټن له واکه د خپلې اوږدې مودې متحد مبارک د لیرې کېدو غوښتنه کوي او که نه؟. خو نوموړې وویل چې د امریکا حکومت غواړي چې په مصر کې دغه پاڅون د دې په وینا ډموکراتیک ملي حکومت ته لاره هواره کړي،اغلې کلینتن وویل:

(موږ غواړو چې یوه منظمه انتقالي پروسه ووینو چې هیڅوک د خلا احساس ونه کړي، یوه داسې پروسه چې خلا په کې رامنځته نه شي.

د یوه داسي سنجول شوي پلان هیله کوو چې په نتیجه کې یې یو ډموکراتیک ملي حکومت رامنځته شي.)

کلینتن دغه راز وویل، چې امریکا په اوس وخت کې په پام کې نه لري چې مصر ته کلنۍ یونیم میلیارډ ډالره مرسته قطع کړي خو زیاته یې کړه چې واشنګټن تل د مرستو پر پروګرام له سره کتنه کوي.
XS
SM
MD
LG