د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

مصر: مبارک د استخباراتو د ادارې مشر د خپل مرستیال په توګه وټاکه


مبارک له ۱۹۸۱ کال راپدیخوا چې د مصر واګی یې په لاس کې اخیستی هیڅکله هم پخوا د ځان لپاره مرستیال نه و ټاکلی.
مبارک له ۱۹۸۱ کال راپدیخوا چې د مصر واګی یې په لاس کې اخیستی هیڅکله هم پخوا د ځان لپاره مرستیال نه و ټاکلی.
د مصر ولسمشر حسني مبارک چې د مضاهره چیانو د غوښتنو خلاف نه غواړي له قدرته لاس واخلي، د لومړی ځل لپاره د هیواد د استخباراتو د ادارې مشرد خپل مرستیال په توګه وټاکه.

د مصر د دولتي خبري اژانس د خبر له مخې مبارک د استخباراتو او محرمو اسنادو د ادارې مشر عمر سلیمان د خپل مرستیال په توګه ټاکلی دی.

مبارک له ۱۹۸۱ کال راپدیخوا چې د مصر واګی یې په لاس کې اخیستی هیڅکله هم پخوا د ځان لپاره مرستیال نه و ټاکلی.

د خبر له مخې مبارک د ملکي هوایي چلند وزیر احمد شفیق د نوي صدراعظم په توګه ټاکلی، چې نوی حکومت جوړ کړي.

مبارک په هیواد کې د روان بحران د پای ته رسیدو د هڅو په ترڅ کې کابینه منحل کړې خو ویلي یې دي چې دی به له واکه لاس وانخلي.

په عین حال کې پرون د حکومت له خو ا د لګول شوي ګرزبندیز سره سره لسګونه زره کسان د قاهرې واټونو او مرکزي میدانونو ته راووتل او د مبارک د اقدام په وړاندې چې نه غواړي استعفا وکړي، اعتراض څرګند کړ.

د مصر نورو ښارونو الکساندریه او سویز ته هم د مظاهرو لمن غزیدلي او له شمالي سینای څخه هم د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

له بلې خوا د مصر د حکومت مخالف مشر، د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي او د ملګروملتو د اټومي انرژۍ د ادارې پخواني مشر محمد البرادعي وویل، چې د نوي مرستیال ولسمشر او نوي صدراعظم ټاکل د دغه پاڅون د پای ته رسولو لپاره کافی نه دي بلکې مبارک باید له واکه لاس واخلي.

د مصر پوځ خلکو ته خبرداری ورکړی، چې ګرزبندیز مراعات کړي او په عامه ځایونو کې له راټولیدو ډډه وکړي.

ټانکونه او د پرسونل لیږدولو زغروالې وسیلې په پایتخت کې ځای پرځای شوي او د دولتي مهمو ودانیو چې ځینو ته یې مظاهره چیانو د ننوتو هڅه وکړه، امنیت ساتي.

مصري چارواکو ویلي، چې له تیرې جمعې راهیسې د مظاهرو په ترڅ کی لږترلږه ۳۸ کسان وژل شوي او شاوخوا دوه زره نورټپیان شوي دي.

په دی سره په دغو مظاهرو کې چی له څه کم یوې اونۍ راهیسې پیل شوي، د وژل شویو کسانو شمیر ۴۵ کسانو ته رسیږي. خو ځینې منابع د تلفاتو ارقام له دې زیات ښیي.
XS
SM
MD
LG