سره له دې چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ته دویم دور انتخابات هم وشول، خو پایله یې ګونګه پاتې شوه،په دویم دور کې له دواړو کاندیدانو نه یوه هم د ولسي جرګې د حاضرو ۲۴۴ غړو غوڅ اکثریت چې لږ تر لږه ۱۲۳ کیده، ترلاسه نه کړ.
عبدالرب رسول سیاف ۱۱۹ او محمد یونس قانوني تر هغه درې کمې ۱۱۶ رایې راخپلې کړې وې او نهه باطلې رایې هم اچول شوې وې.
د ګټې او بیلاد پریکړه بیا هم په باطلو رایو پورې تړلې پاتې شوه، چې ایا وشمېرل شي اوکه نه. له همدې امله د ولسي جرګې موقت رئیس محمد سرور عثماني اعلان وکړ چې په دې اړه به د یکشنبې په ورځ بحث وشي:
(نتیجه داسې شوه، چې ۱۲۲ جمعه یو یعنې ۱۲۳ پوره نه شول، باید سبا یې په اړه پریکړه وشي، د خپلو داخلي دندو په اصولو کې به یوه ماده زیاته کړو. )
د ولسي جرګې د ریاست لپاره د انتخاباتو په لومړي دور کې د عبدالقدیر ظاهر او میرویس یاسیني هم ځانونه کاندید کړي و. په دې دور کې ښاغلي قدیر ۳۴ ، یاسيني ۴۴ ، سیاف ۷۷ او قانوني ۸۴ رایې ګټلې وې.
له انتخاباتو مخکې ځینو وکیلانو دا اټکل وکړ، چې باطلې رایې به یو ځلې بیا د لانجې ټکی جوړیږي، ځکه خو یې په اړه بېلابېل نظرونه ورکړل شول، چا ویل، باید وشمېرل شي، چا ویل چې باید ونه شمېرل شي او ځینو ویل، باید په دواړو کاندیدانو وویشل شي، خو په دې برخه کې پریکړه ونه شوه.
بل خوا مشرانو جرګې هم په داسې حال کې خپل اداري پلاوي وټاکه چې تر اوسه پورې یې له درېو نه یوه برخه چې د ولسمشر له خوا انتصابي دي، نه ده ور پیژندل شوي.
د مشرانو جرګې په انتخاباتو کې فضل هادي مسلمیار د رئیس، علم ایزدیار د لومړي مرستیال، حاجي رفیع الله ګل افغان د دویم مرستیال، مولوي عبدالولي راجي د منشي او سید عزیزالله الفتي د منشي د مرستیال په توګه وټاکل شول.
له انتخاباتو وروسته فضل هادي مسلمیار خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو لپاره د دوي نصاب پوره و، ځکه خو دغه انتخابات قانوني بڼه لري:
پخوا تر دې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له مشرانو جرګې غوښتي و، چې تر هغو دې خپل مشرتابه پلاوی نه ټاکي تر څو پورې چې یې ولسمشر انتصابي غړي نه وي ور پيژندلي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې چارواکي به د مشرانو جرګې په دې پریکړې څه غبرګون ښيي او بل خوا داسې ویره هم شته چې ولسي جرګه به هم د خپل رئیس د ټاکلو د روانې لانجې د حل لپاره تاوده بحثونه په مخ کې ولري.