د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

حسنې مبارک : نوی صدراعظم ټاکم


زرګونه مظاهره چېان پرون په پایتخت قاهره او څو نورو ښارونو کې له امنیتي قواوو سره ونښتل او تېره شپه چې حکومت په ګرڅیدو راګرځیدو بندیز هم لګولی وو، په پایتخت قاهرې، اسکندرې او څونورو لویو ښارونو کې دغو نښتو دوام وکړ.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وروسته له دې چې د مصر جمهور رییس حسنې مبارک په هیواد کې دروانو خونړیو مظاهرو په اړه تیره شپه خپله لومړنۍ تلویزیوني وینا وکړه، په سپینه ماڼۍ کې د مصر د حالاتو په اړه وغږېده.

ده د مصر او امریکا ترمنځ په شراکت او دوستۍ ټینګار وکړ خو دا یې هم وویل، چې مصر اوس مهال واقعي او ريښتونو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

"وروسته له دې چې ولسمشر حسنې مبارک نن شپه ولس ته په وینا کې د یوې بهترې ولسواکۍ او لویو اقتصادي فرصتونو ژمنه وکړه.

ما له وینا وروسته ورسره خبرې وکړې. ما ورته وویل، چې دی مسوولیت لري، چې دغو کلماتو ته معنی ورکړي او د دغو ژمنو د ترسره کولو لپاره واقعي اقداماتو اواعمالو ته مخه کړي."

د مصر جمهور رییس حسني مبارک د تیرې ورځې له مظاهرو وروسته چې په پایتخت قاهره، اسکندریه، سویس او څو نورو ښارونو کې د جمعې له لمانځه وروسته پیل شوې او په ترځ کې یې مظاهره چېانو په قاهره کې د واکمن ګوند څو دفترونو ته اور ورته کړ او د راډیو تلویزیون ودانۍ یې ته هم د څه مودې لپاره ننوتل تیره شپه ولس ته وینا وکړه.

ده له خلکو سره ژمنه وکړه، چې حکومت یې ړنګ کړی او سرله ننه نوی حکومت او صدراعظم ټاکي.

سره له دې چې په مصر کې د موبایل ټیلی فونونو تماسونه او په انټرنټ کې دفیس بوک او تویتر اجتماعی پاڼې چې مظاهره چېان د مظاهرو د تنظیم لپاره ترې کار اخلي هم پرون د حکومت له خوا بندې شوې، جمهور رییس حسنی مبارک په خپلې وینا کې وویل، چې روانې مظاهرې د هغو مطبوعاتي او د بیان د ازادۍ نتیجه ده، چې ده د خپلې واکمنۍ په دوران کې مخه ورکړې ده.

"ما له پیله دغه مظاهرې او څه چې په کې غوښتل کېږي څارلي دي. ما حکومت ته لارښوونه وکړه، چې مظاهرو ته فرصت ورکړي چې هیواد وال خپل نظریات او غوښتنې څرګندې کړي.

وروسته ما ولیدل چې ځیني کوشش کوي، چې د دغو مظاهرو په څپه سپاره شي او په شعارونو یې تجارت وکړي. زه د بې ګناه خلکو مرګ ژوبلې ته سخت افسوس کوم."

د پرونیو مظاهرو یوی ډلی ګډون کوونکو د شپې شاو خوا نهه بجې د نیل د رود له غاړې د مصر د راډیو تلویزیون هسکې ودانۍ دننه شول خو هلته یې د نطاقانو د کار مخه ونه نیوله او وروسته له دې چې د اردو ځواکونه راروسیدل دغه ودانۍ یې تخلیه کړه.

مظاهره چېانو د پولیسو او د دولتي امنیت د ځواکونو په مقابل کې سخت حساسیت ښوده خو د پوځ عسکر یې بلل چې له مظاهره چېانو سره ودریږي.

ایهاب الزکي د مصري الیوم د مستقلې ورځپانې یو مسوول چې په قاهره کې یې پرونۍ مظاهرې د خپل دفتر له کړکې څارلې د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ.

"مظاهره چيان په غوصه دي. پولیس ډېر سخت برخورد ورسره کوي. دوی د مظاهره چیانو خلاف له هرڅه کاراخلي. پنځه دقیقې مخکې د موږ د دفتر مخې ته یوه لویه مظاهره وه، پولیسو د اوښکو بیوونکو ګولیو بمبارۍ پرې وکړه او موږ دلته د دفتر په ځلورم پوړ کې یو که پنځم کې تیمبوزکې مو وهلي دي څکه د اوښکو بیوونکو ګازونو څخه ‌‌ډېرکاراخیستل شوی دی.

خو دا د قاهری په یوه سړک د ورځې مظاهره وه، د شپې له تیارو سره پولیس کمزوي او پوځي عسکر د ښار په ځینو مهمو څایونو کې خواره شول.

د پنجشنبې په ورځ قاهرې ته د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پخواني مشر محمد البرادعي په رسیدو سره مظاهرو زور واخیست.

محمد البرادعی په مصر کې د سیاسی تغییراتو لپاره یو ایتلاف جوړکړی دی.

رپوټونه وایي، چې د مصر دیني علماوو هم په هېواد کې د شاملو سیاسي تغییراتو غوښتنه کړې ده.

سره له دې چې په مصر کې د موبایل تیلي فون او انټرنټ خدمات قطع شوي دي، ناتایید شوي رپوټونه وایي چې د مصر په پرونیو مظاهرو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې په مصر کې له زورزیاتي ډکې مظاهرې روانې دي، د نړۍ مشرانو له ټولو اړوندو اړخونو وغوښتل، چې له حوصلې کار واخلي او مصري مشران یې وهڅول چې د اصلاحاتو غوښتنو ته جدی پاملرنه وکړي.
XS
SM
MD
LG