د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۰

حامد کرزی ، نوي ولسي جرګه او بهرنیان


حامد کرزی د ولسې جرګې د پرانیستې په غونډه کې
حامد کرزی د ولسې جرګې د پرانیستې په غونډه کې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د نوی ملی شورا له پرانستلو سره یوځل بیا لویدیځ ته د انتقاد ګوته ونیوه او یوشمیر هیوادونه یی په دی تورن کړل چې د ولسی جرګی د انتخاباتو پرسر راپورته شوی بحران کی یی لاس وهنه کوله.

کرزی نوی ملی شورا له څو میاشتو ځنډ وروسته او د معرضو کاندیدانو د اعتراضونو سره سره، د تیری چهارشنبه په ورځ پرانیستله. هغه د ملی شورا له پرانستلو یوه ورځ مخکی معترضو کاندیدانو ته وویل چی د لویدیځو هیوادونو ترسخت فشار لاندی یی د ملی شورا د پرانستلو پریکړه کړی ده.

لویدیځو ډیپلوماتانو د ملي شورا پرانستل د افغانستان لپاره یوه مهمه ورځ وبلله خو په دې اړه وروستۍ څرګندونې د کرزي اود هغه د متحدینو ترمنځ د کړکیچنواړیکو ښکارندویي کوي. چارواکو په خصوصي خبرو کې په راتلونکې کې د کرزي او د نوې ولسې جرګې ترمنځ د سخت رقابت خبرداری ورکړی دی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان دولت تیره اونۍ هله له سیاسي بحران سره مخامخ شو چې ولسمشر کرزي د ملي شورا پرانستل یوه میاشت وځنډول او ویې ویل چې هغه اختصاصي محکمه چې د سنبلی د ۲۷ د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاو د څیړنې لپاره جوړه شوې، زیات وخت ته اړتیا لري چې د درغلیو ټولې دوسیې وڅیړي.

واشنګټن پرولسمشر کرزي فشارراوستی چې خپله اداره سمه کړي ترڅو امریکایي ځواکونه وکولای شي چې په دی هیواد کی له روانې جګړې چې لسم کال ته داخله شوې او محبوبیت یې له لاسه ورکړی، ووځي. خو دغه وروستي وضعیت یوځل بیا د یوه باوري متحد په توګه د ولسمشر کرزي په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.

ولسمشر کرزي د بریالیو کاندیدانو ترسخت فشار لاندې چې که دی غواړي یا نه دوی به د چهارشنبه په ورځ نوې ملی شورا پرانیزي او هم د ملګروملتونو اوهغو هیوادونو چې له افغانستان سره په پوځي او مالي برخو کې مرسته کوي ترانتقادونو لاندې، بالاخره دې ته غاړه کښیوده چې نوې ملي شورا پرانیزي.

د ملي شورا له پرانستلو یوه ورځ مخته کرزي په ارګ کې معترضو کاندیدانو ته په خبرو کې وویل چې ځینو بهرنیو لاسونو زموږ پرېکړه تر پوښتنې لاندې راوستله او هڅه یې کوله چې په هیواد کې بحران رامنځته کړي.

کرزي چې د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې هم لویدیځ په درغلیو کې په لاس لرلو تورن کړي و، وویل چې د ولسي جرګې په ترسره شویو انتخاباتو کې هم بهرنیو لاس وهنو د دغو انتخاباتو پر نتیجې تورداغ کښیود.

کرزي نوې ملي شورا ته په پرانیستونکې وینا کې وویل چې موږ باید خپلې ادارې او انتخابات افغاني کړو یانې د بهرنیو له نفوذه یې وباسو او په دې کې هیڅ شک نشته چې هغه انتخابات چې په خپله افغانان یی ترسره کوي هغه به شفاف او کم مصرفه وي.

د ولسمشر کرزي اړیکي له لویدیځ سره اکثره وختونه له لوړو ژورو ډک و او دغه حالت د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې رامنځته شوی و.
خو نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې پرمختګونه وویني ترڅو وکولای شي د امنیتی چارو مسولیت په خپله افغانانو ته وسپاري.

سپیڼی ماڼۍ د نوې ملي شورا د پرانستلو هرکلی وکړ.
د سپیڼی ماڼۍ ویاند مایک همر د یوه بیا ن په خپرولو سره وویل چې د امریکا متحده ایالات له افغانانو سره چې نن دغه پرمختګ لمانځي، ځان شریک بولي او په عین حال کې له افغانانو غواړي چې په انتخاباتي سیستم کې د اصلاحاتو په اړه جدي بحث پیل کړي.

ملګروملتونو چې د نوې ملي شورا د ځنډولو په اړه یې د کرزي د تیرې اونۍ پرپریکړې ژوره اندیښنه ښودلې وه، د کرزي وروستۍ څرګندونې خوشبینانه او قاطعانه وبللې.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازي سټیفن دیمیستورا وویل چې زما په باور د کرزي د خبرو هدف داوو چې افغانانان باید په راتلونکي کې په انتخاباتو کې زیاته ونډه ولري چې موږ هم له دې سره موافق یو.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د اسې ښکاري چې د کرزي وروستۍ څرګندونې ښایي د اختصاصي محکمې په اړه د یوشمیر وکیلانو، بهرنیو ډیپلوماتانو او د بشر د حقوقو د ډلو له خوا د انتقادونو عکس العمل وي.
د راپور له مخې کرزی ښایي د نوې ولسي جرګې له جوړښته خوښ نه وي، چې ممکن د هغه په وړاندې د اعتراض غږ اوچت کړي او مخالف دریځ غوره کړي.

یوه لوړتبه لویدیځ ډیپلومات چې د موضوع د حساس والي له وجې یې خپل نوم نه دی ښودلی، رویترز ته ویلي چې د کرزي له خوا جوړه شوې خاصه محکمه مهمه ده ځکه ولسمشر ښایي له دغې محکمې څخه د قانوني قدرت په توګه کارواخلی او یوشمیر وکیلان له ولسی جرګې وباسي.

دغه ډیپلومات وویل، دالانجه په خپل حال پاتې ده او کرزی ممکن هڅه وکړي چې پارلمان کمزوری کړي.
XS
SM
MD
LG