افغانستان له نړېوالو په ځانګړې توګه د سیمي له هېوادونو سره د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د ودې په هڅه کې دی، چې له هغې څخه یو هم روسیه ده.
ولسمشر حامد کرزي له روسيې سره د اړیکو د پراخولو لپاره اوس اوس مسکو ته یو سفر هم وکړ، ولسمشرحامد کرزي د ولسي جرګې د پرانیستنې په مراسمو کې د چهار شنبې په ورځ په خپله وینا کې د سیمې د همکاری پر پياوړتیا ټینګار وکړ او زیاته يي کړه ، چې افغانستان غواړي د افغانستان او روسيې ترمنځ اړیکې پراخې شي:
"موږ د روسيي له فدراسیون سره اوږدې اړیکې لرو د دواړو هېوادونو د مشرانو وروستۍ لیدنې په رښتیا سره د افغانستان او روسیي ترمنځ د متقابل احترام او همکاریو یو نوی باب دی.
د روسيي فدراسیون غواړي چې د انرژي،لارو او پوهنې په حاوزو کې له موږ سره همکاري او په افغانستان کې سرمایه ګزاري وکړي او افغانستان هم په ډیره لیوالتیا د روسيي سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی."
روسيې ته د افغان ولسمشر حامد کرزي دوه ورځینۍ سفر په افغاني رسنیو او سیاسي غونډو کې له بېلابېلو اړخونو وڅیړلې شو.
داسې رپوټونه هم خپاره شول، چې د ولسمشر کرزي دغه سفر په لویدیځ کې د ځینو سیاسي کړېو غوسه راپارولې ده.
روسي چارواکو له ولسمشر کرزي سره په افغانستان کې د پخواني شوروي د پاتې پروژو د رغونې ژمنه هم وکړه.
یو شمېر سیاسي کتونکي وايي، چې له روسيې څخه د ولسمشر کرزي لیدنه په ټولیزه توګه د سمیې د هېوادنو د ملاتړ په جلبولو کې، خورا ډېر اهمیت لري، د سیاسي چارو کارپوه اجمل سهیل داسې وايي:
"د روسيي کوم ستراتیژیک نقش چې په سیمه کې ده دا موږ له نظره نشو غورځولای او په دې وخت کې له بېلابېلو لارو څخه افغانستان ته ستونزې زیاتې شوي او ځینې مسایل دي چې موږ په ګډه له هغوي سره مطرح کولای شو لکه د تروریزم په خلاف جګړه.
که په ټولیزه ډول موږ دا راونغاړو نو موږ دې پایلې ته رسیدای شو چې د ولسمشر سفر روسيي ته زیات اهمیت لري او کیدای شي ډیرې ګټورې پایلې افغانانو لپاره ولري."
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل له کبله په افغانانو کې روحي او رواني رنځونه لا هم موجود دي، پرافغانستان د پخواني شوروي یرغل د مالي زیانونو سربېره، د میلیونو افغانانو د وژلو، معلول او معیوب کېدو لامل شو.
همدې مسلې ته په پام سره افغانان نه غواړي، چې روسیه دغه هېواد ته د همکاري د لاس په غزولو سره د خلکو په ذهنونو کې پخواني ترخه یادونه را ژوندي کړي، خو داسې افغانان هم شته، چې نړېوالو مرستو ته د افغانستان اړتیاو ته په پام سره دغه هېواد ته د روسيې د مرستو د چمتووالي هرکلۍ کوي:
"که روسیه موږ سره په نظامي برخه کې مرستې وکړي موږ ورته هرکلۍ وایو"
مسکو ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر له لاسته راوړنو څخه یو هم د افغان سرتېرو روزلو ته د روسيې پام اړول ښودل شوی دی.
روسي چارواکو ډاډ ورکړی، چې روزونکي يي د افغان پولیسو د روزلو لپاره چمتو دي، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم الله محمدي له ولسمشر کرزي سره مسکو ته په سفر کې ملګری و، افغان پولیسو د روزلو او سمبالولو په برخه کې د روسيې د مرستو په اړه داسې وویل:
"په ټوله کې هغوي هم له افغانستان سره په مرسته کې لېوالتیا وښوده، په تیر وخت کې هم یو شمېر پولیس روسیي ته د تمرین او زده کړې لپاره تللي وو او وسلې یی ورکړی وې.
اوس یي هم راسره دا ژمنه کړې او ډاډ یي راکړی، چې د افسرو پولیسو په روزلو کې به راسره مرستې کوي او وسلې به راکوي، له دوي نه زموږ ډیره هیله دا ده چې موږ سره په پوځې برخه کې د نوی ځوانانو په روزلو کې مرسته وکړي لکه څرنګه چې زموږ ځوانان د ناټو او ایساف غړو هېوادونو ته ځي او پوځي روزنې ترلاسه کوي.
اوس مهال هلته زموږ د هېواد ډیر محصلین دي، چې زده کړې کوي او له موږ سره یي په پوځې برخه کې هم ژمنه کړې ده."
د ځینو کتونکو په وینا چې روسیه د شمالي اتلانتیک یا ناټو غړي هېواد نه دی او په دې باور دی چې روسیه به د افغان ځواکونو په روزلو کې له ناټو سره په مخالفت کې واقع شي.
خو په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتز له روسیې څخه د حامد کرزی لیدنه با ارزښته بللې او وایي چې که روسیه غواړي د افغانستان په پوځي برخه کې مرسته وکړي په دې برخه کې موږ هیڅ ستونزه نه وینو:
"په زیات شمېر کې هغه روسيي الوتکې او په تیره بیا هلې کوپټرې، چې د افغان هوایي ځواکونو له خوا کارول کیږي، وسایلو ته اړتیا لري او لازمه ده، چې په دې برخه کې کسان وروزل شي.
دا به ښه وي، چې روسان په داسې پروګرامونو کې ښکیل شي او بله دا که روسان د دوه اړخیزو اړیکو پر بنسټ غواړي، چې د افغان ځواکونو په روزلو کې برخه واخلي نو موږ باید دا هڅې د ناټو له ماموریت سره همغږي کړو. موږ په دې برخه کې کومه ستونزه نه وینو."
د روسیي په سفر کې له ولسمشر کرزي سره دیرش افغان سوداګر هم مله وه، د دغه سفر په ترڅ کې د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراخولو په هدف د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د روسیي د اقتصادي چارو وزیر ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
په دغه هوکړه لیک کې د متقابلو سوداګریزو همکارېو د جذبولو د زمیني برابرول او د سوداګرۍ د کچې په لوړوالي، چې اوس مهال۵۰۰ میلیونه امریکایي دالره ده، اشاره شوې ده.
افغانستان له روسیي څخه د ۱/۸ ټنه د سوند توکو د پیرلو هوکړې ته هم رسیدلې دی، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس، قربان حقجو، په افغانستان کې د روسیي حضور په ځانګړي ډول د اقتصادي ودې او ثبات په برخه کې مهم ګڼې او وایي:
"د افغانستان د اساسي بنسټونو په جوړولو کې د روسیې ونډه او دا چې افغانان د روسیې له انجینیري سره بلدتیا لري، دا کولای شي چې موثره اوسي.
او له بلې خوا د مرسته کونکو هېوادونو په منځ کې د روسیې شتون د یوه سیمه ایز ګډون او همدا راز د افغانستان د اقتصادي ودې او د یوه مثبت حالت د تداوم لپاره ډير ارزښتناک دی."
روسیي ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د پخواني شوروي د پاتو پروژو د پرمخ بیولو او بیارغولو په برخه کې مرستې کوي.
خو داسې ویل کیږي چې نننی روسیه د هغو غښتلو اقتصادي امکاناتو څخه، چې پخوانی شوروي برخمنه وه، نه ده او د سیاسي او اقتصادي اړخه هم د مقایسې وړ نه ده.
راپور-ماریا صدیقي،کابل