د ماسکو په ښار کې په زرګونو پولیس ګزمه کوي او د خلکو له څیرو ویره له ورایه بریښې .
د روسیې د ګڼي ګوڼې ډک یوه هوايي ډګر کې تر چاودنې وروسته چې له امله یې پینځه دیرش تنه ووژل شول په زرګونو پولیس په ښار کې ګزمه کوي .
ښار یو خاص وضعیت لري . پینځه څلویښت کلن ګنادي چې خپله یو تاجر دي د ښار د حالات په اړه وايي:
(( ویره ده ، ویره ویرونکی . زه همدا اوس په میټرو کې وم د خلکو له څیرو غضب وریده . داسي ښکاریدل لکه خلک چې په کوم چا پسي وي . ښايي دوی یو بل ته د شک په سترګه کتل . دا وضعیت خراب او له ویري ډک دی . ما یوه ښځه ولیده چې کله له میټرو راوتلله خپل مسير یې ها خوا دې خواته بدلوه . د تګ په وخت کې تروره وه . ښایی دا اخري چاودنه نه وي .))
په هغې ځان وژونکې حملې کې چې د دوشنبي په ورځ د مسکو د دومودیدوفوی په هوايي ډګر کې وشوه څه باندی یو نیم سل تنه ټپیان شول .
تقریبا یو کال مخکې د مسکو په یوې میټرو کې د چاودنې له امله څلویښت تنه وژل شوي و .
خو اوس د مسکو خلک د یوې بلې چاودنې احتمال اندیښمن کړي دي . سفلیتانا چې په یوه تیاتر کې کار کوي وايي دا پیښه ډیره ویرونکې وه . خو هغه دا هم وايي چې ژوند بیا هم پرمخ روان دی :
((زه فکر کوم چې خلک لا دمخه له داسې پیښو سره عادت دي ځکه داسې پیښې هر کله په یوه او بل هیواد کې او حتي په میټروګانو کې رامنځ ته کیږي .خو ژوند بیا هم روان دی . خلک باید کار وکړي او په عادي توګه ژوند ته دوام ورکړي خو ویرونکي ده ، چاره څه ده ؟))
دری دیرش کلن رومان چې په خپله وینا یې په پوځي برخه کې کار کوي وايي بې له دې چې د دوشنبې د چاودنی په اړه ناسمې خبرې وکړي بل څه نه شي ویلی . خو هغه وايي د مسکو په ښار کې د قدرت له نندارې خوښ شوی نه دی .
ډیر خلک په مسکو کې په دې نه پوهیږي چې په راتلونکې کې به ددی ډول حملو مخه څنګه ونیول شي ؟
د روسیې د ګڼي ګوڼې ډک یوه هوايي ډګر کې تر چاودنې وروسته چې له امله یې پینځه دیرش تنه ووژل شول په زرګونو پولیس په ښار کې ګزمه کوي .
ښار یو خاص وضعیت لري . پینځه څلویښت کلن ګنادي چې خپله یو تاجر دي د ښار د حالات په اړه وايي:
(( ویره ده ، ویره ویرونکی . زه همدا اوس په میټرو کې وم د خلکو له څیرو غضب وریده . داسي ښکاریدل لکه خلک چې په کوم چا پسي وي . ښايي دوی یو بل ته د شک په سترګه کتل . دا وضعیت خراب او له ویري ډک دی . ما یوه ښځه ولیده چې کله له میټرو راوتلله خپل مسير یې ها خوا دې خواته بدلوه . د تګ په وخت کې تروره وه . ښایی دا اخري چاودنه نه وي .))
په هغې ځان وژونکې حملې کې چې د دوشنبي په ورځ د مسکو د دومودیدوفوی په هوايي ډګر کې وشوه څه باندی یو نیم سل تنه ټپیان شول .
تقریبا یو کال مخکې د مسکو په یوې میټرو کې د چاودنې له امله څلویښت تنه وژل شوي و .
خو اوس د مسکو خلک د یوې بلې چاودنې احتمال اندیښمن کړي دي . سفلیتانا چې په یوه تیاتر کې کار کوي وايي دا پیښه ډیره ویرونکې وه . خو هغه دا هم وايي چې ژوند بیا هم پرمخ روان دی :
((زه فکر کوم چې خلک لا دمخه له داسې پیښو سره عادت دي ځکه داسې پیښې هر کله په یوه او بل هیواد کې او حتي په میټروګانو کې رامنځ ته کیږي .خو ژوند بیا هم روان دی . خلک باید کار وکړي او په عادي توګه ژوند ته دوام ورکړي خو ویرونکي ده ، چاره څه ده ؟))
ویره ده ، ویره ویرونکی . زه همدا اوس په میټرو کې وم د خلکو له څیرو غضب وریده . داسي ښکاریدل لکه خلک چې په کوم چا پسي وي .