د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په هیواد کې د نفتي موادو په برخه کې د یوه سیستم پر جوړولو کار کوي، چې له مخې یې د نفتي موادو د کمښت له پلوه د عامو خلکو ستونزې تر یوه ځایه را کمې کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انور الحق احدي، د سې شنبې په ورځ وروسته تر هغه چې یو شمېر افغان سوداګرو په روسیه کې د نفتي موادو د را واریدولو تړونونه لاسلیک کړه، په کابل کې خبریالانو ته وویل، په وروستیو اوونیو کې د تیلو کمښت او لوړو بیو دغه وزارت اړه کړ، چې د تیلو د واردولو، بیو او کیفت څارنه وکړي.
“موږ په داسي یوه حالت کې نه یو، چې ووایو زموږ ارضوي حالت به په دایمي توګه ښه وي، نو په همدې خاطر به موږ په سوداګرۍ وزارت کې یو سیستم جوړ کو، چې یو باور ولرو، چې څه اندازه تیل، له کوم ځایه، د چا له خوا، په کوم مهل ویش او په کومه بیه راوړل کیږي.
په دې نوي سیستم کې موږ غواړو، چې اوږد مهاله کلني تړونونه ولرو، دغه تړونونه هم د حکومت او هم د شخصي سکتور له خوا کېدای شي او بل دا چې د سون توکو کیفیت باید په لږ وخت کې راته معلوم شي.”
د سوداګرۍ وزارت وروسته تر هغه پر دغه سیستم کار پیلوي، چې ایران په خپله پوله کې د افغان سوداګرو د تیلو سلګونه ټانکرونه ودرول او په افغانستان کې د تیلو لوړو بیو او کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړل.
ښاغلی احدي وايي، چې له روسیې او د منځنۍ اسیا له ځینو نورو هیوادونو سره د نفتي موادود راوارېدولو تر تړونونو وروسته به په افغانستان کې روانې ستونزي حل شي.
افغانستان معمولا نفتي مواد له بهرنیو هیوادونو راوړي او ویل کیږي، چې افغانستان له همدې امله له دغه ډول ستونزو سره مخ کیږي.
د چارو څېړونکې افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې باید د ګاونډیو او سیمي د نورو هیوادونو سره د نفتي موادو د راواریدولو تړونونه وکړي او یوازې پر نږدې ګاونډیو هیوادونو تکیه ونه کړي.
راپور: معصوم میوند