په داسې حال کې چې منتقدین وایي، د باراک اوباما حکومت په افغانستان کې داسې یوه پیاوړې سیاسي ستراتیژی نه لري، چې پوځي پلان مکمل کړي، چارواکي ادعا کوي چې دوی سختې هلې ځلې کوي، چې دغه جنګ ځپلی هیواد په یوې باثباته ډموکراسۍ بدل کړي.
سپینه ماڼۍ هیله لري، چې د دوی ملکي ستراتیژي، چې ګڼ شمیر ملکي کارپوهان ورباندې کار کوي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له پیل سره سم به نتیجه ورکړي.
دوی د افغانستان د حکومت د اساسي خدماتو د بهتروالي لپاره کوشش او د سولې د خبرو سیاسي ملاتړکوي او په پاکستان باندې یې هم فشار راوستی چې د وسله مخالفینو مخه ونیسي.
خو اوس چې د طالبانو د واک د پرځیدو دا دی نهه کاله کیږي، افغانستان له اداري فساد سره لاس ګریوان دی، له ګاونډي هیواد پاکستان سره یې روابط هم دومره خوندور نه دي او داسې نه ښکاري چې له وسله والو طالبانو سره ماتې ګوډې خبرې چې نوې پيل شوي دي ژر نتایج ورکړي.
د افغانستان دولتي ادارې د تېرونهو کلونو په تناسب اوس پیاوړي شوي دي خو اوس هم ډېر افغانان د مثال په توګه د روغتیا او د څښاکو د پاکو اوبو له اساسي خدماتو بې برخې دي.
ګڼ خلک له عدلي او قضایي نظامه سرټکوي او په محلي ادارو او چارواکو بې باوره دي.
واشنګټن تیرکال سلګونه ملکي کارپوهان د افغانستان د اداري سیسټم د رغولو لپاره دغه هېواد ته ولیږل. خو چارواکي وایي، چې د دوی پرمختګ ډیر ورو روان دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو لوی مشاور جان ډیمپسي وایي، د قانون حاکمیت مهم دی او دا موضوع یواځي له پوځي لارې نه شي حل کیدای.
امریکایي چارواکي کوشش کوي، حرفه ای مامورین په چارو وګماري. دغه راز د نویو قاضیانو ګمارل به په عدلي او قضایي سیستم باندې خلک باوري کړي او خدمات به هم بهتر شي او که داسې ونه شي نو اداري فساد به دوام وکړي او په ۲۰۱۴ کال کې افغانانو ته د چارو د سپارلو پلان به له ګواښ سره مخامخ شي.
په داسې حال کې چې امریکا خپله پاملرنه له عراقه افغانستان ته اړولې ده، د اداري فساد، ولسي مرګ ژوبلې او یولړ نورو مسایلو له امله د واشنګټن او جمهور رییس حامد کرزی ترمنځ فاصله رامنځ ته شوې ده.
یوه پخواني امریکایي چارواکي چې د خپل نوم له اخیستو یې ډډه کړې، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي، چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف او د جمهور رییس کرزي ترمنځ یو ډول بې باوري رامنځ ته شوې. کرزی ګمان کوي، چې امریکا د ده د واک د کمزوري کولو هلې ځلې کوي.
په روستیو پارلماني او د جمهوری ریاست انتخاباتو کې د درغلیو پراخو رپوټونو هغه امریکایي چارواکي، چې په افغانستان کې یو نوي قیادت ته سترګې په لاره وو ناهیلې کړل.
روانه میاشت افغانستان وروسته له دې له یوبل بحران سره مخامخ شو، چې جمهور رییس کرزي د نوې ولسي جرګی پرانیستل وځنډول.
اوس دوه لارې دي، یا داچې جمهور رییس کرزی به د اداري فساد خلاف خپلو هلوځلو ته زور ورکړي او بهرني چارواکي به هم له ده سره خپلې اړیکې ښې کړي، د جمهور رییس کرزي او د نویو وکیلانو ترمنځ مثبت روابط به خلک په حکومت باوري کړي او که داسې ونه شي نو د افغانستان د مرکزي حکومت او امریکایي چارواکو ترمنځ همکاري به خوندوره نه وي او افغان چارواکو ته به د واک سپارل ستونزمن شي.
اداري فساد به خلک له حکومته لیري او طالبانو ته ورنژدې کړي.
په داسې حال کې چې امنیتي وضعیت تیرکال ناوړه شو، له طالبانو سره د خبرو په اړه د نظریو اتفاق رامنځ ته شو او دا فکر پیاوړی شو، چې د افغانستان جنګ له طالبانو سره له یوډول روغې پرته ګټل کیدای نه شي.
رپوټونه وایي، چې د جمهور رییس کرزي حکومت له تیرو دوو کلونو راهیسې له وسله والو طالبانو سره په بیلابیلو مناسباتو کې خبرې کړي خو دغو خبرو کومه مهمه نتیجه نه ده ورکړې.
نواوس که چیرې د امریکا پوځي ستراتیژۍ چی تیرکال یې افغانستان ته نور دېرش زره عسکر واستول، طالبان د جنګ په ډګر کې نور هم کمزوري کړي نو د افغانستان حکومت موقف به په خبرو کې پیاوړی شی.
کیدای شي سعودي عربستان او ترکیه هم وتوانیږي، چې د طالبانو مهم کسان خبرو ته راولي.
خو که چیری د امریکا پوځي هلې ځلې بې ربطه او په شدت دوام وکړي نو کیدای شي، طالبان خبرو ته زړه ښه نه کړي. په داسې یوحالت کې به په پاکستان کې میشت طالب مشران په خپل شرط چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل دی تینګار وکړي او خبرې به کوم مثبت لوري ته مخه نه کړي.
پاکستان د سیمې په اړه د امریکا د ستراتیژۍ له ټولو مبهمه برخه ده.
واشنګټن په پاکستان فشار راوړي، چې په خپله خاوره کې د وسله والو طالبانو مخه ونیسي.
پخواني امریکایي چارواکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي، چې دا یومعما ده، چې پاکستان د امریکا یوډول متحد او پلوي هم ګڼل کیږي، د دغه هیواد له لارې امریکایي قواوو ته اکمالات هم رسیږي او په وزیرستان کې القاعده باندې بریدونه هم کیږي خو پاکستان بیاهم ځان یوډول رقیب او مخالف ګڼي.
که چیرې امریکا له پاکستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او په عین وخت کې له اسلام آباد سره جدي لاره ونیسي نو کیدای شي د پاکستان سیاسي او پوځي مشران قانع شي، چې په قبایلي سیمو کې د وسله والو مخالفو ډلو ځپلو ته مخه کړي او په دی سره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته نور ضرورت پاته نه شي.
خوکه چیرې داسې ونه شي نو کیدای شي اسلام آباد دا په نظر کې ونیسي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور به تل پیاوړی پاته نه وي نو په دی صورت کې به د افغانستان د حکومت په ځای چې له هند سره ښه روابط لري طالبان غوره وګڼي او په افغانستان کې به د طالبانو بریدونه دوام وکړي.