د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

اغبر:نړېوالې ټولنه دې د ورزش په وده کې مرسته وکړي


د افغانستان د ملي المپیک کمېټې رئیس ظاهر اغبر
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې رئیس ظاهر اغبر
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې رئیس ظاهر اغبر د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د ورزش رول مهم وباله او له نړېوالې ټولنې يي وغوښتل، چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

ظاهر اغبر د ځوانانو په فکري او جنسي وده کې ورزش مهم وباله او نیوکه یې وکړه چې ځیني چارواکي بیا هم ورزشکارانو ته دومره اهمیت نه ورکوي، څومره چې لازمه ده په اړه ښاغلي اغبر زیاته کړه:

( نن نړۍ د دوو هدفونو لپاره زموږ په هېواد کې حضور لري، یو د ترهګرۍ او بل د نشه يي توکو پر ضد مبارزه، په ملیارډونو ډالره ولګیدل، خو تر اوسه پورې زموږ ورزشکاران په نا مناسبه ځایونو کې ورزش کوي، دا خو بیا هم یو څه مناسب ځای دی.

زه له نړېوالې ټولنې غواړم که په رښتیا غواړي چې ملي اردو په خپلو پښو ودریږي، نو د افغانستان
لوسن هاپ وویل، هېواد یې له دې سره موافق دی چې په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې یوه مهمه لار د سپورټ وده ده
ورزشکارانو په هڅونې کې دې هلې ځلې وکړي.)

ښاغلی اغبر دغه خبرې په کابل کې د نیو فول کانټکټ په نوم د یوې زرمې لوبې د ټورنمنټ په پای کې وکړې.

په دې غونډه کې د دې لوبې دوو سوو لوبغاړو برخه اخیستې وه او د کابل ټیم ته یې د سیالیو په پایلو کې د شپږو نجونو په ګډون دیرش تنه غوره شول.

بریالیو لوبغاړو ته په کابل کې د امریکا د سفارت د چارواکو له خوا ستاینلیکونه او مډالونه هم ورکړل شول.

د امریکا د سفارت د عامه اړیکو مسئول مټ لوسن هاپ وویل، هېواد یې له دې سره موافق دی چې په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې یوه مهمه لار د سپورټ وده ده،هغه وویل:

(موږ ډیر ویاړ لرو، د امریکا د متحده ایالات ډیر ویاړ لري، چې له افغانستان سره په ټولو برخو په ساینس، تعلیم، پرمختګ او په سپورت کې د افغانستان ملګری دی.)

تیر میلادي کال د سپورت په برخه کې افغان لوبغاړو ته د لاسته راوړنو نه ډګ وبلل شو، خو له دې پرمختګونو سره سره افغان لوبغاړي د کابل په ګډون په زیاترو ولایتونو کې د لوبو د میدان او وسایلو له نشتوالی شکایتونه کوي.
XS
SM
MD
LG