د ولسي جرګې د انتخاباتو یو شمېر ګټونکي کاندیدان وايي، چې د دلوې په درېیمه به رسما په کار پيل وکړي.
د ولسي جرګې انتخابات د سنبلې په اوه ویشتمه تر سره شول، له انتخاباتو سره تړلو لانجو ته په پاملرنه ، ولسمشر حامد کرزي پریکړه وکړه چې د شورا د پرانیستلو چارې وځنډول شي .
د و لسمشر یو شمېر منتقدین په دې باور دي چې غواړي د انتخاباتو رسمي نتایج بدل کړي او د خپل حکومت په پلوي ولسي جرګه تشکیل کړي .
د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، چې د دلوې په دریمه به نوې ولسي جرګه پرانیستل کیږي او ولسمشر دا ځنډ ځکه اعلان کړی څو له خپلې خوا ټاکل شوې اختصاصي محکمې ته په انتخاباتو کې د درغلیو اړه د تحقیقاتو وخت ورکړي .
د ولسمشر کرزي تر دې اعلان وروسته د اختصاصي محکمې ریس وویل، چې تر اوسه ۴۳۰ شکایتونه ورته رسیدلي چې د څیړلو لپاره یې زیات وخت ته اړتیا ده .
د انتخاباتو ګټونکي کاندیدان د دې اختصاصي محکمې تشکیل او د ملي شورا د پرانیستلو د نېټې شاته اچول دواړه له قانون سره په مغایرت کې ګڼي، خو د افغانستان د اساسي قانون ۶۴ مادې د ملي شورا پرانیستل د ولسمشر په مسولیتونو کې حساب کړې دې .
د ولسي جرګې په انتخاباتو کې بریالۍ کاندیده فوزیه کوفي هم دا تایدوي خو وايي، چې د دې ځنډ تر شا سیاسي عوامل دي .
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د ملي شورا په پرانیستل کیدو کې ځنډ ان له داسې مسایلو سره اړیکي لري لکه په ایران کې د تیلو پر ټانکرونو بندیز .
د سیاسي چارو کارپوه او ژورنالیست رزاق مامون وايي ، ایران په دې ډول په ولسي جرګه کې د خپلو پلویانو د ځاې پر ځاې کولو هڅې کوي .
یو شمېر کسان په مستقیم ډول د تیلو پر ټانکرونو او د اختصاصي محکمې د تشکیل په څير د هڅو ترمنځ د موجود ارتباط په اړه شک څرګندوي، خو ایران هڅه کوي چې فشار وارد کړي او خپلو پلویانو ته ځاي پيدا کړي .
د امریکا د متحدو ایالاتو ، د ملګروملتونو سازمان او د انتخاباتو اروپايي څارونکو تر اوسه له دې مسلې سره له احتیاطه ډک چلند کړې دې .
دوي د ولسمشر له خوا د اختصاصي محکمې په جوړېدو او یا د ملي شورا د پرانیستل کېدو د نېټې پر ځنډيدو څه خاص اعتراض نه دې کړې .