د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

امریکا د تروریستي افرادو په لیست کې یو بل تن هم شامل کړ


 قاري حسین همدا راز د پاکستاني طالبانو لپاره د چاودیدونکو موادو د جوړولو له عمده ماهرینو ګڼل شوې دې
قاري حسین همدا راز د پاکستاني طالبانو لپاره د چاودیدونکو موادو د جوړولو له عمده ماهرینو ګڼل شوې دې
د امریکا متحدو ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د خپلو بندیزونو د لست د پراخولو اعلان وکړ، متحدو ایالاتو په پاکستان کې د هغو مشکوکو تروریستي ډلو او افرادو په لست کې یو بل تن هم شامل کړ، چې د چاودیدونکو موادو ماهر بلل کیږي.

په دې اړه د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو او خزانې له وزارته خپره شوې اعلامیه وايي، چې د بندیزونو په لست کې پر نوي شامل شوي قاري حسین دا شک دې چې په ۲۰۰۹ کال کې یې په خوست کې د امریکا د استخباراتو د ادارې سي ای اې پر مامورینو په برید کې لاس درلود.

قاري حسین همدا راز د پاکستاني طالبانو لپاره د چاودیدونکو موادو د جوړولو له عمده ماهرینو ګڼل شوې دې او ګمان کیږي د انتحاري حملو لپاره جلب او جذب هم کوي.

که چیرې قاري حسین په امریکا کې سرمایه ولري نو په دې لست کې له شاملېدو سره به یې سرمایه کنګل شي او هیڅ امریکايي له ده سره د مالي معاملو ترسره کولو اجازه نه لري .

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له تروریزم سره د مبارزې د ادارې مشر دانیل بنیامین وايي، چې دا اقدام د هغه تشدد په مقابل کې شوې چې قاري حسین د پاکستان او امریکا د خلکو په ضد ترسره کړي دي .

دې امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې د قاري حسین په مشرۍ تر سره شوېو فعالیتونو او په خاص ډول د انتحاري حملو لپاره د ماشومانو استخدام په سیمه کې د بې ثباتۍ په زیاتولو کې عمده لاس لري.

د اسوشیتد پرېس اژانس په حواله ، قاري حسین د هغه اردني ایجنټ په روزولو کې لاس درلود چې په خوست کې یې د سي ای اې په کارکونکو حمله وکړه .

دی په پاکستان کې هم په ګڼو حملو کې په لاس درلودو تورن دی، پر ده همدا راز تور دی چې په پاکستان کې د تروریستانو د روزنې کمپونه اداره کوي .

په هغو کسانو کې چې دی یې د تخریبي فعالیتونو لپاره راغونډوي د هرعمرخلک شامل دي خو قاري حسین په ځانګړي ډول د ماشومانو په استخدام کې نوم لري .

قاري حسین په یوه ویډیو کې چې پر یوټیوب خپره شوې تیرکال د نیویارک په ټایمز څلور لارې کې د ناکامې بمې حملې مسولیت اخیستې دې.
XS
SM
MD
LG