په دې وروستیو کې پر افغان ژورنالستانو د مرګونو حملو له کیدونه وروسته امنیتي ارګانونه وایي، چې د خبریالانو د خوندیتوب اوهغوي ته د ډاډمنې کاري فضا د رامنځ ته کولو لپاره به خپلې هڅې زیاتي کړي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند لطف الله مشعل د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خبریالانو د خوندیتوب په اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې پرافغان خبریال رزاق مامون یې د تیزاب پاشلو د پیښې جدي څیړنې پیل کړي خو په دې اړه یې د جزییاتو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه.
ښاغلي مشعل پر رزاق مامون شوې حملې ته په اشارې دا ومنله چې د افغان خبریالانو لپاره امنیتي ستونزې ډیرې شوي خو ډاډ یې ورکړ چې د دوي د امنیت د ټینګښت لپاره به امنیتي ارګانونه خپلې هلې ځلې چټکې کړي:
"د افغانستان ټول امنیتي ارګانونونه د اساسي قانون له حکم سره سم د بیان پر ازادۍ باور لري او په ټولو امکاناتو سره له خبریالانو او د مطبوعاتو له کارکوونکو څخه ملاتړ کوو.
کوم ژورنالست چې ګواښل کیږي او یاهم کومه امنیتي ستونزه ورته پیدا کیږي موږ سره دې اړیکه ونیسي ترڅو د امنیت لپاره یې لازم امکانات برابر کړو".
پر افغان خبریال او لیکوال رزاق مامون د سې شنبې په ماښام په داسې حال کې چې په کابل ښار کې خپل کور ته روان وو د یوه نا معلوم کس له خوا تیزاب وشیندل شول چې له امله یې دی سخت ټپي او د پنجشبنې په ورځ د درملنې لپاره هند ته واستول شو.
پر رزاق مامون دغه شوې حمله د ملي امنیت د ادارې له خوا سیاسي، جنایي او تروریستي بلل شوې او ویل شوي چې په اړه یې جدي څیړنې پیل شوي خو نوموړي پرده د شوې حملې پړه پر ایران اچوولی ده.
په عین حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي هم افغان خبریالانو ته په کاري برخه کې ستونزې ډیرې بولي، د دې وزارت مرستیال دین محمد مبارز راشدي په دې غونډه کې له امنیتي ادارو څخه د افغان خبریالانو د خوندي کولو غوښتنه وکړه:
"موږ په افغانستان کې د خبریالانو د کاري چاپیریال او د هغوي د ځان د خوندي کولو غوښتونکي یو، د بیان ازادۍ هغه وخت ښه تمثیلیږي چې خبریالان په ډاډه توګه راپور ورکړي او څیړنه وکړي.
موږهیله لرو چې د خبریالانو امنیت ټینګ شي او له امنیتي ارګانونو څخه مو هر وخت دا غوښتنه کړې".
بل لور ته افغان خبریالان وایي، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو او حکومتي چارواکو له خوا د دوي لپاره کاري فضا خرابه شوې او په تیرو کلونو کې خبریالانو ته لکه څنګه چې لازمه ده پاملرنه، نه ده شوې.
د پژواک خبري اژانس مسوول دانش کړوخیل هم ورته انتقاد کوي او وایي چې په تیرو کلونو کې هم د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي د پېښو سمه څیړنه، چاه نه ده کړې:
(زموږ محکمو تر اوسه څه کړي؟ او د پېښې عاملین مسله يي له چاسره شریکه کړی. نو باید د داسې پیښو پلټنه جدي وشي او خپلې لاسته راوړنې دې له خلکو سره شریکې کړي.)
په تیرو نهو کلونو کې په افغانستان کې نهه ویشت تنه افغان خبریالان وژل شوي، خو ژورنالستان وایي چې د دوي د وژلو پېښې هیرې شوي او د یوه خبریال د وژل کېدو او تښتونې دوسیه هم چاه نه ده څیړلې.
که څه هم امنیتي ارګانونه وایي، چې دوي به هڅه وکړي ترڅو افغان خبریالان په خوندي چاپیریال کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي خو داسې اندیښنې شته چې ښایي د رزاق مامون په شان پر افغان ژورنالستانو حملې په دې هېواد کې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ په وړاندې ستر خنډونه جوړ کړي.