د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

افغان ولسمشر د یوه پلاوي په مشری نن روسیې ته روان شو


په داسې حال کې، چې افغان ولسمشر او ملګرې پلاوې یي له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته روان شوې، یو شمېر کتونکي دغه سفر د سیاسي او اقتصادي پلوه مهم بولي.

ښاغلې کرزې د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې په داسې حال کې، چې د افغان کابینې یو شمېرغړي هم ورسره ملګري وو له کابل نه مسکو ته روان شو.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلې کرزې به په دغه سفر کې له روسي مشرانو سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د نشه يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې او د سیمې د عمومي حالت په اړه خبرې وکړي.

کتونکي که څه هم دا سفر مهم بولي، خو سپارښتنه کوي، چې افغان مشران باید د ملي ګټو په رڼا کې له روسیي سره د همکارۍ غوښتنه وکړي، د سیاسي چارو کتونکی اجمل سهیل وايي:

"دا اوسنۍ سفر هم له سیاسي،تګ لاره ایز، له پلوه او هم د اقتصاد له پلوه خورا ډیر ګټور سفر دی هغوي ته باید وویل شي چې دا که هر ډول مرستې وي دا باید د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې په نظر کې ونیول شي او دغه ملي ګټې باید تر پښو لاندې نه شي."

ښاغلي سهیل زیاته کړه، چې افغان پلاوی باید روسيې ته دا هم روښانه کړي، چې افغان حکومت په بهرني سیاست کې تعادل موجود دی.

د سیاسي چارو کتونکی زیاتوي، چې افغانستان پخوا هم له پوځي پلوه په روسیه تکیه درلوده او اوس دغه هېواد کولای شي له افغانستان سره په دې برخه کې زیاته همکاري وکړي.

د جمهوري ریاست له خوا د خپرې شوې اعلامیي له مخې افغان ولسمشر به خپل دې سفر کې له خپل روسي سیال دمیتري مدودف، صدراعظم ولادیمیر پوتین او یو شمېر نورو جګ پوړو چارواکو سره وګوري.

افغان ولسمشر په پام کې لري، چې د روسیي د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په اکاډمۍ کې د دغه هېواد محصلینو ته وینا هم وکړي.

په دې سفر کې له ولسمشر کرزي سره یو شمېر ملي سوداګر هم ملګري دي، چې د روسیي له لوري سره به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې پراخ بحثونه وکړي.

افغان ولسمشر روسیي ته دا سفر په داسې حال کې کړې، چې ناټو هم هڅه کوي، په افغانستان کې د خپل ماموریت لپاره د دغه هېواد پراخ ملاتړ جلب کړي.

دا، چې افغان ولسمشر به په هېواد کې د امنیت د ټینګښت او بیارغونې په برخه کې د روسیي څومره ملاتړ ترلاسه کړای شي، دا به د دې سفر له پایلو څرګنده شي.

خبریاله : ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG