په داسې حال کې چې افغان ځواکونه تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې د امنیتي مسولیتونو اخیستلو ته تیاری نیسي، د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت هم هڅه کوي، چې د دغه بهیر له بشپړیدو سره جوخت د افغانستان د فضایي حدودو کنټرول له نړیوالو ځواکونو واخلي.
د ترانسپورت او هوایي چلند سرپرست وزیر ډاکټر داوود علي نجفي، چې د چهار شنبې په ورځ یې په کابل کې د امریکا د سفر لاس ته راوړنې بیانولې وویل، چې اوسمهال نړیوال ځواکونه او د امریکا متحده ایالات د رادار د کنټرول په برخه کې افغانان روزي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې دوی هم باید تر دوه زره څوارلسم میلادي کال مخکې دا وړتیا پیدا کړي، چې دافغانستان فضایي حدود کنټرول کړي.
"د امریکا په ګډون ټول ناټو او ایساف ځواکونه له روزنیز پروګرام سره مرسته کوي، یوه میاشت وړاندې زموږ ځوانانو ته د رادار د کنټرول په برخه کې روزنه پیل شوې، ترڅو رادار کنټرول کړای شي.
په دې برخه کې همداسې یو تړون شوی دی، هر وخت چې افغانان د دې دندې د ترسره کولو جوګه شول نو دوی به دا سیسټم افغانانو ته وسپاري او په دې برخه کې هغوی ستونزه نه لري.
نو زه درته ویلای شم چې تر دوزه دیارلسم او څوارلسم پورې موږ دا توانایي پیدا کولای شو."
ښاغلي نجفی وویل چې اوسمهال د افغانستان فضایي حدود په هېواد کې د میشتو ایتلافي ځواکونو له خوا کنترولیږي.
نوموړي انتقاد وکړ، چې په دې وروستیو کلونو کې په دې برخه کې کار نه دی شوی، څو خپله افغانان باید د دې دندې د اخیستلو لپاره چمتو شوې وای.
د نجفي په وینا، ده په دې سفر کې د امریکا د ترانسپورټ او هوایي، چلند وزارت له چارواکو سره په خپله کتنه کې د افغانستان له دې برخې سره د هغوی د نویو مرستو او د امریکایي متخصیصنو د رالیږلو ژمنې هم ترلاسه کړي دي.
نوموړی وویل، چې دوی هڅه کوي، د هیواد ټول هوایي ډګرونه په نړیوالو معیارونو برابر کړي، چې په دې کار سره د افغانستان له فضایي حدودو څخه زیاتو الوتکو ته د تلو لاره هواره شي.
"طیاره هغه وخت له یوې سیمې تیږي کله چې دا په هماغه سیمه کې له کومې ستونزې سره مخ شي او اړوند هېواد یې مرسته وکړای شي.
هر څومره چې موږ خپل هوایي ډګرونه پرمختللي کړو، طیارې هومره زیا پروازونه ورنه کوي، اوسمهال شاید موږ په کال کې له پنځه څلویښتو تر پنځوس میلیونو ډالرو عاید ولرو.
خو که چیری موږ خپل هوایي ډګرونه پرمختللي کړو او د هغو طیارو مرسته وکړو، چې لیرې سیمو ته ځي او مسیر یې له افغانستان څخه را لنډیږي نو کیدای شي چې دا عاید مو سلګونه میلیونه ډالره شي."
د هوایي چلند سرپرست وزیر همدا راز وویل، چې دوی له امریکایی چارواکو څخه وغوښتل ترڅو د برقي بسونو په بیا فعالولو کې ورسره مرسته وکړي.
په تیرو دریو لسیزو جګړو کې د افغانستان هوایي او ځمکني ترانسپورټ زیات زیانمن شوي.
خو اوسمهال د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت چارواکو د دې سیسټم د بیارغونې لپاره هڅې پیل کړي.
دا چې دغه هڅې به ترکومه پورې عملي شي دا هغه پوښتنه ده، چې د وخت په راتلو سره به ځواب شي.
راپور: ذکیه غیاثي