د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

هاشمي وايي د سولې د عالي شورا ډېري غړي بې طرفه نه دي


د سولې د عالي شورا مشر برهاالدین رباني دا اوازې ردوي، چې د دې شورا غړي بې طرفه نه دي
د سولې د عالي شورا مشر برهاالدین رباني دا اوازې ردوي، چې د دې شورا غړي بې طرفه نه دي

د افغانستان د قومونو د ملي همغږۍ شورای د سولې د عالي شورا په جوړښت انتقاد کوي او وايي، چې د دغه شورا په غړو هېوادوال بې باوره دي. د دغه شورا مشر وايي د سولې په عالي شورا کې باید بې طرفه کسان ټاکل شوي وای.

په داسې حال کې چې د سولې عالي شورا له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو اترو په لړ کې د یو لړ پرمختګونو ادعا کوي، د افغانستان د قومونو د ملي همغږۍ شورا د دې شورا په جوړښت انتقاد کړ.

د افغانستان د قومونو د ملي همغږۍ د شورا رییس سید رضا هاشمي انتقاد کوي او وايي، د سولي د عالي شورا اکثره غړي په خپله په تیرو جګړو کې لاس لري نو له دې کبله باید د هغوی پر ځای بې طرفه کسان راوستل شي.

د سولې عالي شورای چې د روان کال د تلې د میاشتې په پنځلسمه نیټه پرانستل شوه، اساسي هدف يې له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو او تفاهم رامنځته کول دي.

که څه هم دغې شورای د سولې د ټینګښت لپاره خپلې لومړنۍ هڅې پیل کړي، خو یو شمېر خلک د دغې شورا په غړو بې اعتباري څرګندوي او په دغه شورا کې د بې طرفه کسانو غوښتونکي دي.

خو د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني بیا په وار وار دغه ګنګوسې رد کړي.

ښاغلی رباني وايي، چې د سولې د عالي شورا غړي هغه کسان دي، چې وسلوال مخالفین سولې ته رابولي.

"د سولې په پروسه کې د ټولو هغو سیاسي احزابو ګډون، چې د طالبانو په ریژیم کې يې په سیمو کې ډېر جنایت شوی و، په دې معنا دی، چې ټولو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته د خونړیو جګړو شاهد نه وي.

موږ ټول باید د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړو او د جګړې لپاره هیڅ بهانه ونه لټوو، دغه سوله د ټولو هیله او اړتیا ده."

ځینې کتونکي د سولې او پخلاینې روانې هڅې پیچلې بولي او انتقاد کوي، چې د دغې جرګې فعالیتونه نمایشي بڼه لري.

خو د سولې عالي شورای وايي، چې دوی د سیمې او نړیوالو په همکارۍ هڅه کوي، چې وسلوال مخالفین سولې ته راوبولي او په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکې کېږدي.
XS
SM
MD
LG