د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

یوه امریکايي استخبارتي شبکه : ملا عمر د زړه د ناروغۍ له کبله روغتون کې و


دغې استخباراتي شبکې چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا (سي ای يې) د پخوانیو افسرانو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

دغې استخباراتي شبکې چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا (سي ای يې) د پخوانیو افسرانو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي د خپلې یوې منبع په حواله ویلي چې د پاکستان استخباراتو یا (اۍ ایس اۍ) د ملا عمر په درملنه کې مرسته کړې ده.

واشنګټن پوسټ ته د ایکلیپس ګروپ په نامه دغې شخصي استخباراتي شبکې ویلي ددوی یو مخبر چې د کراچۍ په یوه روغتون کې ډاکتر دی د طالبانو مشر ملا عمر لیدلی چې د زړه له عملیات وروسته تر درملنې لاندې و.

دغې استخباراتي منبع چې نوم يې په دغې راپور کې نه دی ذکر شوی ویلي هغه په خپله د جراحي عملیاتو په خونه کې نه و خو څه يې چې لیدلي او اوریدلي هغه دادي چې ملا عمر د زړه د ناروغي له امله چې ښايي د خونریزۍ او یا د رګ د چاودیدو له امله ورته پیښه شوې وي ،روغتون ته وړل شوې و.

خو امریکايي مقاماتو ویلي چې دوي په سمدستي توګه دا راپور نشي تاییدولی .

واشنګټن پوسټ په کابل کې د یوه امریکايي مقام په حواله وايي تر اوسه پورې هیڅ چا دا نه ده اوریدلي ،هغه ویلي دا ددې معني هم نه لري چې دا دې ریښتیا نه وي خو مونږ داسې معلومات نه لروو چې دا خبره تایید کړي.

بل لور ته په متحده ایالاتو کې د پاکستان سفیر حسین حقاني واشنګټن پوسټ ته په خبرو کې دا راپور بې اساسه بللی دی.

نوموړي ویلي ځینې وختونه د استخبارتو لخوا ترلاسه شوي پیغامونه او معلومات نا سم ثابتیږي د ملا عمر په اړه خپور شوی راپور هم په همدې ډول دی.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر په دې لړ کې د ۲۰۰۱کال د استخباراتو د هغه راپور یادونه کړې چې په کې ویل شوي و د القاعده مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې تر درملنې لاندې و،د حسین حقاني په وینا هغه راپور هم بې اساسه ثابت شوی و.

د پاکستان سفیر وايي ددغه شان راپورونو خپرول د هغو خلکو کار دی چې غواړي پاکستان بدنامه کړي.

خو د امریکا د استخباراتو دغې شخصې شبکې ویلي چې د پاکستان استخبارتو وروسته له هغې چې ملا عمر ته د زړه ناروغي ورپیښه شوه ،هغه د کراچۍ یوه روغتون ته ورسوه.

ددغې شبکې د کراچۍ په روغتون کې د خپل مخبر په حواله ویلي چې ملا عمردرې څلور ورځې تر درملنې لاندې و او وروسته بیا بیرته (ای ایس ای) ته وسپارل شو او ورته لارښونه وشوه چې په کور کې استراحت وکړي.

دغې استخبارتي سرچیني ویلي له جراحي عملیات نه وروسته داسې ښکاریده چې د ملا عمر دماغ ته هم څه ستونزې پیدا شوې ځکه د نوموړي خبرې مبهمې وي.

خو متحده ایالاتو دغې شخصي استخباراتي شبکې د طالبانو د کوټې په شورا کې د خپلې سرچینې په حواله ویلي چې د ملا عم رروغتیايي حالت مخ په ښه کیدو دی .

دغه راز ددغې شبکې د راپور له مخې د پاکستان استخباراتو د ملا عمر د روغتیايي حالت په اړه چې په کراچۍ کې د( ای ایس ای ) په یوه میلمستون کې و ،په دوامداره توګه د طالبانو د کوټې شورا ته هم معلومات ورکول .
XS
SM
MD
LG