د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

چهار شبنې د مرغومي ۲۹ مه


ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د پریکړې ننګه کړې او لیکلي، چې د هغې اساسي لامل د ایران لخوا د شویو تړونونو او ژمنو په خلاف اقدامات وو.

ورځپاڼې که څه هم د افغانستان په څیر د یو جګړه ځپلې هیواد لپاره له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو ساتل ضروري بللې، خو لیکلي، تر هغو، چې دا اړیکې په دوه اړخیز درناوي ولاړې نه وي دوام نشي کولې.

ورځپاڼې د سوداګرۍ او صنایعو د خونو دا اقدام د یو داسې بهیر پیلامه بللې، چې د ایران او پاکستان په څیر ګاونډي هیوادونه به اړ کړي، چې د افغانستان په باب خپلې قبلې سمې کړي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا ایران ته ددې پریکړې زیانونو ته په اشارې لیکلي، چې ممکن ایران اړ شي، چې له افغانستان سره د ټرانزیټ په برخه کې خپل ناقانونه کارونه پای ته ورسوي.

ورځپاڼه لیکي، چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له ایران څخه د افغان سوداګرو واردات اته سووه میلیونو ډالرو ته رسیدلي وو، حال دا، چې د افغان سوداګرو صادرات یوازې پنځوس میلیونه ډالره وو.

دې ورځپاڼې هم دا یوه سمه پریکړه بللې خو افسوس یی څرګند کړې، چې دا پریکړه یوازې د خصوصي پریکړه ده او افغان دولت نه یوازې دا، چې دا پدې پریکړه کې شامل ندې بلکې هغه د افغانستان په زیان بولي.

راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پری کولو د پریکړې په تعقیب له ولسمشر کرزي سره د ایران د سفیر په لیدنې بحث کړی.

ورځپاڼې لیکلي، چې د ایران سفیر که څه هم پدې لیدنه کې د افغان سوداګرو د ټانکرونو د ستونزې د هواري ژمنه وکړه، خو بیا یی هم له افغان دولت نه وغوښتل، چې د اړتیاو وړ موادو اندازه باید وټاکي.

ورځپاڼه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټ موجوده تړون ته په اشارې لیکي، چې د ایران لخوا دداسې یو شرط ټاکل د تړون د موادو په خلاف دي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د افغانستان په وړاندې د ایران د دا ډول چلند یو علت د افغانستان له لارې د ګازو د نل لیکې تړون بولي، چې د ورځپاڼې په وینا ایران ورسره مخالف دې.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي، چې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پری کولو لپاره شوې پریکړه به د افغانستان د کورني تولیداتو په وده کې مرسته وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې په سلو کې نوي هغه مواد، چې له ایران څخه افغانستان ته واردیدل په افغانستان کې دننه تولیدې دای شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د افغان سوداګرو ددې پریکړې زیات زیان ایران ته متوجه دې نه افغانستان ته ځکه د ورځپاڼې په وینا افغانستان هر کال له ایران څخه د اتو سوو میلیونو ډالرو په ارزښت واردات درلودل، حال دا، چې د صادراتو کچه یوازې پنځوسو میلیونو ډالرو ته رسیدله.
XS
SM
MD
LG