د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

خان جان الکوزی:له ایران څخه د وارداتو بندول پر عامو خلکو لوی اغیز نه لري


 د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره هیات مرستال خان جان الکوزي
د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره هیات مرستال خان جان الکوزي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پریکړه وکړه چې افغان سوداګر له ایرانه مالونه وارد نه کړي.

دا پریکړه د ایران د بندیز لپاره شوې ده چې له څو اونیو راهیسې یې د افغان سوداګرو ټانکرونه ګرځولې دي.

که چیرته د سوداګرۍ او صنایعو د خونې پریکړه تطبیق شي د عادي افغانانو پر ژوند به یې اغیز څه وي؟

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره هیات له مرستال خان جان الکوزي سره په دې اړه احمد شیبر مرکه کړې ده.

دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اوریدلی شئ.

تاسو مو خپل نظر هم راته ولیکئ چې دا پریکړه به پر عامو افغانانو څه اغیزې ولري ؟
XS
SM
MD
LG