د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۰

ولسمشر حامد کرزی مسکو ته ځي


ویل کېږي چې ولسمشر کرزی به له ولسمشر میډویډیف سره په یو شمیر مهمو مسلو خبرې وکړي.
ویل کېږي چې ولسمشر کرزی به له ولسمشر میډویډیف سره په یو شمیر مهمو مسلو خبرې وکړي.


د جمهور رییس کرزي دا دوه ورځنۍ رسمي سفرد روسیې د جمهور رییس دیمتري میدودیف د بلنې پر اساس برابر شوی دی.

ټاکل شوي چی دواړه مشران به د نورو مهمو مسلو په څنګ کې له افغانستان څخه روسیې ته د نشه یي موادو د قاچاق او د افغانستان په شمال کې د طالب وسله والو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه هم خبرې وکړې.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کي د بهرنیو عسکرو مړینه دوام لري او د دوشنبې په ورځ د ناټو یو بل عسکر د افغانستان په جنوب کي په سړک کې د یوه ښخ شوي ماین په چاودنې کې ووژل شو.
په دې توګه په روان عیسوي کال کې د وژل شویو بهرنیو عسکرو شمېر ۱۹ ته وروسیده چې لږ ترلږه ۱۴ یې امریکایان دي.

تېره میاشت د روسیې، افغانستان ، پاکستان او تاجکستان د نشه یي موادو ضد چارواکي سره جرګه شول، د نشه یي موادو پر ضد د مبارزې د پراختیا په لارو چارو او په خپلو کي د همکارۍ د یوه تړون په رامنځ ته کولو یي خبرې وکړې.

د همکاري دا تړون وروسته له هغه مطرح شو چې جمهور رییس حامد کرزي څه موده وړاندي د روسیې ، امریکا او افغان ځواکونو له خوا د پاکستان اوافغانستان د پولې په اوږدو کې له مخکني خبر پرته د عملیاتوپه تر سره کولو سخت اعتراض وکړ.

ټاکل شوې چې جمهور رییس کرز ی به د جنورۍ په شلمه مسکو ته لاړ شي او په کریملن ماڼۍ کې به له روسیې چارواکو سره د کتنې پر مهال د متقابلې همکارۍ یو مهم تړون هم لاسلیک کړي.

نړیوال وایي، په افغانستان کې د نړۍ د اپینو په سلو کې ۹۰ برخه تولیدیږي او له دې اپینو څخه هیروئین هم جوړیږي.

روسيې د امریکا له پوځ څخه په ټینګه غوښتي چې په افغانستان کې د نشه یي موادو لاربراتوارونه دې له منځه یوسي.
روسیې ژمنه کړې چې په افغانستان کې به له ناټو ځواکونو سره خپله همکاري زیاته کړي.

مسکو تر دې دمه یوازې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د موجودیت او فعالیتونو شفاهي ملاتړ اعلان کړی او دغه راز یې له خپلې خاورې څخه په افغانستان کي ناټو ځواکونو ته د لوژستیکی موادو د انتقال لپاره تراتنزیتې لار هم پرانیستې ده.
XS
SM
MD
LG