د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د ارغنداب اوسيدونکي وايي،موږ سره چا مرسته نه ده کړې


تيره اوونۍ د کندهار چارواکو د ولسمشر په حکم په کندهار کې د اميد په عملياتو کې خلکو ته د اوښتې زيان د معلومولو لپاره د راغلي پلاوي رپوټ د مبالغې ډک وباله او ورسره په څنګ کې يي وويل، چې ايتلافي ځواکونو زيانمنو شوو کسانو ته تاوان ورکړی خو د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په لسګونه ولسي خلکو په کندهار پريس کلب کې وويل، چې دوي ته تر اوسه د اوښتي زيان تاوان نه دی ورکول شوی.

حاجي باز محمد د ارغنداب د چهار قلبي اوسيدونکي وايي، چې د ده کور د انګورو تاکان او نور په لسګونه درختې له منځه وړل شوي.

د حاجي باز محمد په وينا خلکو ته په ميليونو تاوان رسيدلي او د ولسمشر کرزي له خوا کندهار ته راغلي پلاوى د زيانونو په اړه ښه سروې کړې او د کندهار چارواکي د خپلو ګټو لپاره دا رپور ناسم بولي:

(لس واره ورغلي يم ولايت ته تللی يم، هغه مې ولسوالۍ ته واستوه ولسوالۍ والا وايي، پوستې ته ورسره د هغو سره په ژبه نه پوهيږو.)

زلمي د ارغنداب ولسوالۍ يو بل اوسيدونکي هم وايي، چې په عملياتو خلکو ته په زياته کچه تاوان رسيدلی خو هيچا تر اوسه کومک نه دی کړی:

( تاوان بيخې ډير رسيدلی باغونه خراب شوي مځکې خرابې شوي، خو د چا سره کومک نه دی شوی، غوښتنه مو دا ده چې د دې غريبو او بې چاره خلکو سره کومک وشي.)

د ارغنداب ولسوالۍ زيانمن کسان په داسې حال کې د دوي ته د اوښتي زيان تاوان غواړي چې د ناټو په مشرۍ نړېوالو ځواکونو د تيرې جمعې په ورځ وویل، چې دوي په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان په جنوب کې هغو خلکو ته یو میلیون او څلور لکه ډالره تاوان ورکړې چې په عملياتو کې يي کورونه یې زیانمن شوي وه.

راپور-محمدصادق رښتينى،کندهار
XS
SM
MD
LG