د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

اوباما د رفیق حریري د وژنې په اړه د م.م د د عوې د پيل هرکلۍ کړی


رفيق حريري د ۲۰۰۵ ع کال د فبرورۍ په څوارلسمه په بيروت کې په يوه زوروه موټر بمي چاودنه کې ووژل شو
رفيق حريري د ۲۰۰۵ ع کال د فبرورۍ په څوارلسمه په بيروت کې په يوه زوروه موټر بمي چاودنه کې ووژل شو
د لبنان لپاره د خاصې محکمې څارنوال په ۲۰۰۵ ع کال د لبنان د صدراعظم رفيق حريري په قتل کې د مشکوکو کسانو پر ضد د جرم يو محرمانه سند وړاندې کړ.

په هېګ کې دې محکمې په يوه خبرپاڼه کې وويل، څارنوال دانيل بيل اماره دا سند، چې قوي باور دي حزب الله ته په کې اشاره شوې، د دوشنبې په ورځ خاصې محکمې ته وړاندې کړ.

پر سند به د محکمې د قاضي دانيل فرانسين له لوري غور وشي، نوموړي قاضي بايد مخکې تر دې چې د چا د نيولو يا احضارولو حکم صادر کړي د تورونو کره والي تاييد کړي.

په هېګ کې د لبنان لپاره خاصه محکمه د لبنان په غوښتنه په ۲۰۰۷ ع کال د ملګروملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليک له مخې د دې لپاره جوړه شوه چې د رفيق حريري وژونکي ومومي او محاکمه يې کړي.

رفيق حريري د ۲۰۰۵ ع کال د فبرورۍ په څوارلسمه په بيروت کې په يوه زوروه موټر بمي چاودنه کې ووژل شو.

د حزب الله مشر حسن نصرالله د يکشنبې په ورځ ويلي وو، چې دا ګوند به د خاصې محکمې د احتمالي تورونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

ده د لبنان لپاره خاصه محکمه د امريکا او اسراييلو يوه وسيله او حربه وبلله.

بل خوا د امريکا ولسمشر بارک اوباما د لبنان د پخواني صدراعظم رفيق حريري د وژنې په اړه د ملګروملتونو له خوا د د عوې د پيل هرکلۍ کړی.

اوباما دا کار په لبنان کې د وژنو په بدل کې د معافيت د دورې پای او د دې هېواد د خلکو لپاره د عدالت د تامين په چاره کې يو مهم ګام وباله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلېنټن وويل، هغه کسان چې له دې محکمې سره مخالفت کوي، غواړي په لبنان کې د عدالت او ثبات ترمنځ يو غلط او تصنعي انتخاب رامنځ ته کړي.

تېره اونۍ شيعيه حزب الله ډلې او متحدانو يې د رفیق حريري د زوی سعد حريري په مشرۍ حکومت ړنګ کړ.
XS
SM
MD
LG