د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

په کندهار کي د اتو زونونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ لوبې پيل شوې


د كندهار په سپورتي لوبغالي کې د هېواد د اتو ولايتونو كندهار، هلمند، هرات، كابل،بلخ، غزني، بغلان، او كاپيسا ولايتونو تر منځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

نن دوشنبې لومړې لوبه د هلمند کاپيسا او دوهمه لوبه د هرات او بغلان ولايتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي.

دا سيالۍ چې مقصد يي د اسيايي لوبو لپاره د ټول هېواد په كچه د غوره لوبډلي معلومول او ټاكل دي د چارواکو په خبره د لسو ورځو لپاره به دوام ولري.

د کندهار د فوټبال فدراسون مشر حاجي نصيراحمد ازادۍ راډيو ته وويل، چې د دغو لوبو لپاره پوره ورزشي اسانتياوې برابرې شوي او هيله ده ، چې ټولې لوبډلې په ډيره ښه فضا کې لوبې وکړي:

(دا د اتلو لوبډلو ترمنځ لوبې دي لومړی اميدواره يو او هدف مو دا وو چې په دې لوبو سره د شمال او جنوب ولايتونو ترمنځ يووالی راشي.)

د يادولو وړده چې تير كال د كندهار لوبډلې د زونونو په کچه د فوټبال په لوبو كې درېيم مقام خپل كړی وو.

راپور-محمد صادق رښتینی ،کندهار
XS
SM
MD
LG