د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

بشیر: افغانستان او پاکستان د اړیکو نوې پړاو پرانیزي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سلمان بشیر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سلمان بشیر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي، چې افغانستان او پاکستان باید پخوانۍ ستونزې او انتقادونه د تاریخ څپو ته وسپاری او د اړیکو د ښه والي لپاره نوې پړاو پرانیزي.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په سیمه ایز او نړیوال ملاتړ ټینګار وکړ.

سلمان بشیر د یکشنې په ورځ کابل ته راغلی او دلته یې د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمیر جګپوړو چارواکو سره لیدلي.

نوموړي، چې د خپل سفر په دویمه او وروستۍ ورځ د رسنیو له یوشمېر استازو سره خبرې کولې وویل، چې پاکستان نه یوازې دا، چې خپله د افغان دولت د پخلاینې د هڅو ملاتړ کوي، بلکې له نړیوالې ټولنې هم له دغو هڅو سره د همکارۍ غوښتنه کوي.

نوموړي همدراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د یو نوي پړاو په پرانستلو ټینګار وکړ او ویې ویل:

"افغانستان باید په دې برخه کې مخکې وي او نورو وروسته، ځکه چې دا مساله مهمه ده، هر هېواد خپل ځانه شرایط لري، موږ د افغانستان له دولت او خلکو غواړو، چې د یو ویاړلي ملت په توګه دی، غوره دودونه لري، خپل مسولیتونه سر ته ورسوي."

نوموړي افغانستان ته د خپل سفر اساسي هدف د هغو ژمنو تعقیب وباله، چې د پاکستان صدراعظم په خپل وروستي سفر کې کړې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وویل، چې نوموړي د خپل سفر په موده کې په دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو ګټورې خبرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د افغان چارواکو ترمنځ د شویو بحثونو نتیجو ته خوشبیني وښوده.

خو بل پلو د سیاسی چارو یوشمېر کتونکي د پاکستاني چارواکو دا ډول ژمنې ځکه عملي نه بولي، چې د دوی په وینا پاکستان په دې برخه کې په صداقت کار نه کوي.

عبدالرشید وزیري هم په دې باور دی او وایي د پاکستان استخباراتي کړۍ د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او غواړي، چې دا مخالفین د خپلو اوږدمهاله هدفونو د ترلاسه کولو لپاره وکاروي.

پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د سولې له پروګرام سره د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ، چې په پاکستان کې ځینې کړۍ د وسله والو مخالفینو په تمویل او تجهیز په وار وار تورنې شوي او په دې برخه کې پرپاکستان په نړیواله کچه انتقادونه موجود دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د سیاسي چارو یوشمیر فعالین وایي، افغان حکومت باید د سولې په بهیر کې پاکستان ډیر ښکیل نه کړي، ځکه د دوی په وینا پاکستان به دغه بهیر په هغه لور بوځي، چې له افغانستان څخه زیات د پاکستان ګټې په کې خوندي وي.

خو د دې سره سره افغان چارواکي له پاکستان سره خپلو شتو اړیکو ته په پام سره، چې د پخوا په پرتله یې ښه بولي د پاکستان همکارۍ ته خوشبینه دي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG