د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

فرهاد:افغانان دې غیرقانوني نورو هېوادو ته نه ځي


د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې ویاند نادر فرهاد
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې ویاند نادر فرهاد
یوناني چارواکو پرون وویل، چې د دغه هېواد کورفو ټاپو ته نژدې یوې بار وړونکې بېړۍ افغان پناه غوښتونکي د سمندر په ژورو کې له ډوبېدو ژغورلي او ژغورل شوي کسان وايي چې یو ویشت ملګري یي له بېړۍ لوېدلي او تری تم دي.

افغانانان اروپایي هېوادونو ته د ښې راتلونکې په نیت د غیرقانوني سفر په ترڅ کې ډیر ځلي له دا ډول خطرناکو پېښو سره مخامخ کیږي چې زیاتره وختونه د دوي د ژوند په قیمت تمامیږي.

دا چې په دی لاره کې د پرتو خطرونو سره سره، ولې افغانان بهرنیو هېوادونو ته د تګ تکل کوي، په دې اړه نوریاس نوري د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې له ویاند نادر فرهاد سره مرکه کړې او لومړي یې ور څخه پوښتنه کړې، چې بهرنیو هېوادونو په تیره بیا اروپایي هېوادونو ته د افغانانو د غیرقانوني تګ بهیر په درز سره روان دي.

د دغې ستونزې د هواري په برخه کې تاسو څه کړي او د افغانستان حکومت ته څه کول په کار دي؟

چې ځواب يي په دې مرکې د همدې پاڼې په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې اورېدلی شئ.
XS
SM
MD
LG