د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

لوی څارونوال تیر انتخابات یو ځل بیا نامشروع وګڼل


لوی څارنوال وايي، چې په دغو انتخاباتو کې دوی ته د درغلیو او سرغړونو په اړه تر ۴۵۰۰ ډېر سندونه په لاس ورغلي
لوی څارنوال وايي، چې په دغو انتخاباتو کې دوی ته د درغلیو او سرغړونو په اړه تر ۴۵۰۰ ډېر سندونه په لاس ورغلي
سره له دې چې راتلوونکې اوونۍ به د افغانستان نوې ولسي جرګه پرانیستل شي، د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي، د ولسي جرګې تر پرانیستلو وروسته هم محکمه کولای شي، چې تورن وکیلان محاکمه کړي او ورڅخه پوښتني وکړي.

لوی څارنوال محمد اسحاق الکو د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په دغو انتخاباتو کې دوی ته د درغلیو او سرغړونو په اړه تر ۴۵۰۰ ډېر سندونه په لاس ورغلي، نو ځکه دغه انتخابات دوی ته مشروعیت نه لري.

ښاغلی الکو وویل: “موږ ځانګړی دریځ لرو، پر دغو انتخاباتو څارنوالي عقیده نه لري، اسناد پر پیدا شوي او راټول کړي مو دي او پرېکړه مو وکړه، چې دا یو ځل محکمې ته ولاړ شي، محکمه به قضاوت وکړي موږ طرف واقع شوو، په دغو انتخاباتو کې درغلۍ او ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.

زموږ په نظر مشروعیت نه لري، په همدې خاطر مو دعوه وکړه او محکمې ته مو ولیږل."

د افغانستان د سترې محکمې په وړاندیز او د ولسمشر حامد کرزي په منظورۍ د انتخاباتي شکایتونو، درغلیو او سرغړونو د څېړلو لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه شوې.

دغه ځانګړې محکمې د انتخاباتي شکایتونو پر څېړلو کار کوي.

د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې سلګونو معترضو کاندیدانو د دغې محکمې له جوړېدو ملاتړ کړی او له افغان دولت څخه یې غوښتي، چې دغې محکمې ته د کار لپاره ډیر وخت ورکړي.

ناراضو کاندیدانو له افغان حکومت څخه غوښتي، د ځانګړي محکمې تر پایه دې نوې ولسي جرګه نه پرانیزي.

ټاکل شوې ولسمشر کرزی په راتلوونکې اوونۍ کې د افغانستان نوې ملي شورا پرانیزي.

تر دې مخکي ویل شوي وو، چې نوې ملي شورا به د سلواغې پر لومړۍ نیټه پرانیستل شی، خو د سلواغې لومړۍ نېټه د جمعې ورځ او د افغان ولسمشر سفر روسې ته د دې سبب شوه، چې پر درېیمه نوې ملي شورا پرانیستل شي.

بل خوا بریالي اعلان شوي کاندیدانو ته له ولسي جرګې سره د پیژندګلوۍ اونیز پروګرام هم پیل شوی دی او دوی د نوې ملي شورا د ژر تر ژره پرانستلو غوښتنه کوي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG