د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

نی په افغانستان کې د بیان د ازادي په اړه د فريډم هاوس راپور رد کړ


ښاغلي توحیدي وايي، چې له ستونزو سره سره بیا هم په افغانستان نسبي د بیان ازادي شته
ښاغلي توحیدي وايي، چې له ستونزو سره سره بیا هم په افغانستان نسبي د بیان ازادي شته
د نی موسیسې د امریکا د یوې څیړنیزې ادارې په دې رپورټ انتقاد کړی، چې وایي په افغانستان کې د بیان ازادي نشته.

په دغه کلني رپوټ کې، چې د امریکا د فریډم هاوس د موسسې له خوا خپور شوی، افغانستان د هغو هیوادونو په لیکه کې شمیرل شوی، چې په کې د بیان ازادي نشته.

د نی موسسې مسوولین، که څه هم په افغانستان کې په دې برخه کې ځینې ستونزې تاییدوي، خو وایي، چې د بیان ازادي موجوده ده.

د دې موسیسې مشر صدیق الله توحیدي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته په یوه غونډه کې وویل، چې په دې رپوټ کې له زیات دقت نه کار نه دی اخستل شوی.

"د فریډم هاوس راپور چې افغانستان یې د هغو هیوادونو په ډله کې راوستلی، چې هیڅ د بیان ازادي نه لري د انتقاد وړ دی.

زموږ په نظر افغانستان یوله هغو هیوادونو څخه دی، چې له ستونزو سره سره په کې په نسبي ډول د بیان ازادۍ موجوده ده.

نو زموږ غوښتنه د فریډم هاوس څخه دا ده، چې په افغانستان کې د خپل کلني راپور په اړه دقت وکړي."

ښاغلي توحیدي زیاته کړه، چې ممکن د فریډم هاوس د دغه رپورټ هدف په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د پېښو په اړه د حکومت بې پروایي وي، که نه نو د ده په وینا د سیمې د هیوادونو په پرتله افغان خبریالان خلاص لاس لري.

خو د افغانستان د خبریالانو خپلواکې ټولنې مشر رحیم الله سمندر بیا جلا نظر لري، دې د فریډم هاوس راپور تاییدوي او وایي، چې په افغانستان کې د بیان ازادي یوازې په قانون کې موجوده ده او په عمل کې نه لیدل کیږي.

"د فریډم هاوس له دغه راپور سره تریوه ځایه زه موافق یم، ځکه په افغانستان کې د بیان ازادي شته خو په دې مانا نه ده، چې موږ ترېنه استفاده وکړو، موږ په کتاب کې، په قانون کې ازادي لرو. خو موږ ترېنه استفاده نه شو کولای.

په ریښتیني مانا کوم رقم چې خلک غواړي څه ووایي، موږ هغه قسم ازادي نه لرو، زه د فریډم هاوس له راپورسره موافق یم."

ښاغلي سمندر زیاته کړه، چې ډېر داسې مسایل شته چې څه پرې وویل شي خو خبریالان د امنیت د نه تضمین له امله پرهغو مسایلو سترګې پټوي.

د ده په وینا په افغانستان کې د قانون نه مراعاتیدل او د زورواکانو له خواخبریالانو ته ګواښونه کیدل هغه عوامل دي، چې د بیان د ازادي مخه یې دپ کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو ټولنې وایي چې په هیواد کې ژورنالستان له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې دغو ستونزو دد وی په کارونو باندې ژوره اغیزه کړې ده.
XS
SM
MD
LG