د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۶

په کابل کې ۵ تنه مشکوک کسان نیول شوي


دا کسان د شنبې په شپه د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې د افغان پولیسو او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي
دا کسان د شنبې په شپه د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې د افغان پولیسو او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي
د کابل جنایي پولیس وایی، چې نیول شوېو کسانو د ترورېستي فعالیتونو نیت درلود او له تیرو څو ورځو راهیسې د دوي ترتعقیب لاندې وو.

دا کسان د شنبې په شپه د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې د افغان پولیسو او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي او دا مهال تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دي.

د کابل د امنیي قومندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې رئیس سمونوال محمد ظاهر وویل، چې دا ځلې د بهرنیو ځواکونو چلند همغږې وو او دوي ورسره زیاته همکاري کړې.

ده که څه هم د نیول شوېو کسانو د هویت په اړه زیات جزیات ورنه کړل، خو ويي ویل، چې دا کسان اوس د دوي په توقیف کې دي، ښاغلي ظاهر د شوېو عملیاتو په اړه خپل معلومات داسې شریک کړل:

(تیره شپه پنځه کسان زموږ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي د دغو عملیاتو په مهال بهرني ځواکونه هم، چې مخکې یي عملیات کړي وو موجود وو.

البته دوي دا ځلې پولیس هم له خپلو عملیاتو خبر کړي وو او د کابل امنیي قومندانۍ هم خبره وه، موږ له دوي سره همکاري وکړه او بالاخیره دا پنځه کسان ونیول شول.)

په کابل کې د ایساف ځواکونو سرچینو هم دا عملیات تایید کړي، خو د دی کبله، چې د شوېو عملیاتو مشري د افغان پولیسو په لاس کې وه، زیات جزیات وړاندې نه کړل.

په تیره کابو یوه میاشت کې دا دوهم ځل دې، چې د کابل ښار په کومه ناحیه کې عملیات کیږي، تر دې مخکې بهرنیو ځواکونو د ښار په څلورمه ناحیه کې په خپلو عملیاتو کې، چې د چارواکو په وینا له افغان امنیتي ځواکونو سره همغږي شوي نه وو د یوه شرکت دوه ساتونکي وژلي وو.

خو افغان پولیسو او د ایساف ځواکونو دا و نه ویل، چې په دې عملیاتو کې دوي له کوم مقاومت سره مخامخ شوي او که څنګه.

خو د امنیتي چارو کتونکې جنرال امرالله امان بیا د کابل ښار روانې وضعې ته په پام سره وایي چې افغان امنیتي ادارې باید کشفي فعالیتونه پراخه او ښار تصفیه کړي:

(ښه داده چې د کابل ۴ دراوزې باید ښه وڅيړل شي او د ناحیوي تصفیوي عملیاتونه په سمه توګه پلان کړي.

دغه یو یا دوه عملیاته چې شوي دا د بهرنیو ځواکونو له خوا همغږي شوي دي او زموږ امنیتي سکتورونه هیڅ اطلاع نه لري.)

که څه هم په کابل کې روانه وضع په نسبي ډول ارامه بلل کیږي، خو کتونکي د کابل په ګاونډ ولایتونو کې روانې وضعې ته په پام سره وایي، چې په کابل کې د وضعې د ډاډمنولو لپاره باید لا زیات کار وشي.

د کابل امنیت له تیرو دوو کلونو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دې، که څه هم د دوي له کاره تر یوه حده رضایت موجود دې، خو کتونکي وایی، چې افغان امنیتي ادارې باید خپلې وړتیاوې نور هم لوړې کړي.

راپور-حمیدمومند،کابل
XS
SM
MD
LG