د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

یکشنبې د مرغومي ۲۶ مه


په افغانستان کې د ایران پر ضد مظاهرې او نوي ولسي جرګې د پرانیستلو پر سر لانجه بیا هم هغه مسایل دي چې د کابل چاپ ننیو ورځپاڼو پرې بېلابېل مطالب خپاره کړي دي، چې لاندې په یوه مطلب کې احمد زبیر ژمن رانغاړلي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې لیکلي که څه هم ایراني چارواکي په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د ایران پرضد مظاهرې د لویدیځ لمسون بولي خو واقعیت دا دی چې په تیرو څو کلونو کې دغه هېواد داسې پالیسۍ پرمخ وړي چې د افغان ولس کرکه یې راپارولې ده.

ویسا په عین حال کې ټینګار کړی چې د ایران پر ضد احساساتي لاریونونه په درد نه خوري.

ورځپاڼې لیکلی افغان چارواکي باید نور له ایران سره له یوې اړخیزې دوستۍ لاس واخلي او د خپلو ملي ګټو پر اساس دې له هېوادونو سره د دوستۍ مزي وغځوي.

ویسا د یوه بل مطلب په غټ سرلیک کې لیکلي، چې د ایران له خوا د افغان سوداګرو د تیلود ټانکرونو درول د لودیځ پر ضد د ایران د لویې لوبې یوه برخه ده.

اراده:


ارادې ورځپاڼې هم د دغو ټانکرونو د درولو په اړه تبصره کړې او لیکلي یې دي، ایران د خپلو تعهداتو پرخلاف عمل کوي.

ارادې لیکلي دي، د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د ایکو سازمان په وروستۍ غونډه کې له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ د وضعیت د ښه کولو لپاره د همکارۍ قول ورکړ، خو له افغان سوداګرو سره د خپل قول پرخلاف چلند کوي.

ورځپآڼې لیکلي، اوس مهال د ایران شپیته فیصده صادراتي توکي افغانستان ته راځي او که افغان دولت بالمثله عمل وکړي نو پرته له شکه به ایراني چارواکي هم د افغانستان تر فشار لاندې راشي.

خدمتګار:


خدمتګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د نوي ولسي جرګې د پرانیستلو پر سر په راپورته شوې لانجې تبصره کړې.

خدمتګار لیکلي که چیرې ولسمشر د اختصاصي محکمې د بهیر له پای ته رسیدو مخکې نوي ولسي جرګه پرانیزي نو د دغې محکمې هڅې به هسې هوا په توره وهل ثابت شي.

ورځپاڼې لیکلي د تیرو انتخاباتو د لانجې منصانه حل او د محکمې د پریکړو پلي کېدل اوس ډیر زیات پيچلي شوي دي او پیاوړي اجرايوي تضمین ته اړتیا لري، هغه څه چې د لیکوال په باور اوس نه تر سترګو کیږي.

خدمتګار ټینګار کړی چې که نوي ولسي جرګه پرانیستل شي نو د یوه ترسره شوي کار وروسته به د محکمې پریکړه اجرایوي تضمین ونه لري.

سرنوشت:


سرنوشت ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د انتخاباتو د مسئلې د لا جنجالي کېدو په اړه اندیښنه ښودلې او له اختصاصي محکمې یې غوښتي چې ژر تر ژره خپلې څیړنې بشپړې او د انتخاباتو د برخلیک په اړه خپله پریکړه وکړي.

سرنوشت په یوه بل مطلب کې د معترضو کاندیدانو خبره راخیستې چې ویلي یې دي، د اختصاصي محکمې له پریکړې مخکې د نوي ملي شورا پرانیستل به د یوه ناورین لامل شي.

ورځپاڼې د افغان چارواکو نظر هم راخیستی چې وايي، که ملي شورا پرانیستل شي هم د محکمې پریکړې به پلې شي.
XS
SM
MD
LG