د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

د روسيي ولسي جرګې ته د امریکا او روسيي د ترانزیتي تړون مسوده استول شوی


ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف
ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف
روسي خبري اژانسونو د روسیې د ولسي جرګې یا دوما د ویب پاڼې په حواله راپور ورکړی، چې ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف افغانستان ته د امریکا د لوژستیکي موادو د هوايي ترانزیت تړون چې د ۲۰۰۹ کال په جولای میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو، پرون د روسیې د پارلمان ولسي جرګې ته د تصویب لپاره واستاوه.

د دې تړون له مخې چې واشنګټن او مسکو د ملګروملتونو له پرېکړه لیک سره سم لاسلیک کړی، روسیه د خپل هوايي قلمرو له لارې، په افغانستان کې د امریکا او د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو د پوځي عملیاتو لپاره د اړتیا وړ وسلې، مهمات، پوځي تجهیزات او پرسونل ته د ترانزیت لاره ورکوي.

د روسیې او امریکا ترمنځ د ترانزیتي تړون له مخې د امریکا پوځي ترانسپورتي او ملکي دولتي ترانسپورتي الوتکې به چې په تړون کې یې یادونه شوې له هوايي مالیې څخه معافې وي او دا به د روسیې په هغو هڅو کې شمېرل کېږي چې په افغانستان کې د ثبات راوستو په مقصد یې کوي.

روسیې له دې مخکې له جرمني، اسپانیا، او فرانسې سره، افغانستان ته د پوځي لوژستیکي موادو د ترانزیت په برخه کې ورته تړونونه لاسلیک کړي چې د دې هېواد د ولسي جرګې له خوا تصویب شوي هم دي.

د امریکا او روسیې ترمنځ د دې تړون له لاسلیک وروسته روسي چارواکو ویلي و، امریکا د روسیې لپاره دا حق خوندي ساتلی چې افغانستان ته روانو امریکايي الوتکو ته د کېناستو امر او یایې پلټنه وکړي. روسي چارواکي همدا راز وايي چې یاد شوی تړون یوازې د هوايي ترانزیت په برخه کې دی.

اټکل کېږي، چې امریکایۍ پوځي الوتکې افغانستان ته د لوژستیکي موادو د رسولو په مقصد په کال کې نژدې څلورزره الوتنې کوي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، چې د تېرې نوامبر میاشتې تر وروستیو پورې د روسیې له لارې شاوخوا نوي زره پوځي پرسونل افغانستان ته او له هغه ځایه بېرته امریکا ته انتقال شوي دي.
XS
SM
MD
LG