د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

جانداد:د انتخاباتو اختصاصي محکمه یوازې د جرمي دوسیو د څیړنو صلاحیت لري


ښاغلي سپین غر د احمد زبیر ژمن پوښتنې ځوابوي
ښاغلي سپین غر د احمد زبیر ژمن پوښتنې ځوابوي
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر وايي، چې د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو د سرغړنو په اړه جوړه شوې اختصاصي محکمه کولای شي چې د جرمي دوسیو په څیړنې سره په دغو انتخاباتو کې بریالی کاندید هم ناکام اعلان کړي.

جانداد سپین غر وايي، چې دغه محکمه یوازې د جرمي دوسیو د څیړنو صلاحیت لري.

نوموړي همدا راز له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وویل، که د اختصاصي محکمې چارواکي پوهیږي چې د دوي پریکړې به پراخې پایلې ولري نو باید چې د نوي ولسي جرګې د پرانیستلو د ځنډېدو غوښتنه وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو پخوا ویلي چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته یعنې د دلوې په لومړۍ نېټه ولسمشر نوې ولسي جرګه پرانیزي.

په دې اړه پام وکړئ له ښاغلي سپین غر سره د زبیر ژمن مرکې ته، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې اورېدلی شئ.
XS
SM
MD
LG