د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

د پكتيا معترض كانديدان:د ځانګړې محكمې پرېكړو ته دې انتظار واېستل شي


د پكتيا په مركز ګردېز كې يو ډله معترضو كانديدانو د يوې غونډې په ترڅ كې له خپلو مؤكيلينو او سلګونو ګډونوالو سره يو ځاى، د ولسمشر كرزي د هغې پرېكړې مخالفت وكړ، چې له مخې به يې د دلوې په لومړۍ نېټه د نوې ولسي جرګې پرانیستنه كوي.

دغو كانديدانو وويل، چې كه افغان ولسمشر حامد كرزي خپله پرېكړه عملي كړي، نو دوي او موكيلين به يې له حكومت سره پرېكون وكړي، او د ګردېز – كابل لاره به د تل لپاره وتړي.

په دغه غونډه كې د پكتيا او له كابل څخه راغلو معترضو كانديدانو بادشاه خان ځدراڼ، قومندان داود ، بيدار ځاځي، رحيم الدين سپين غر او ډېرو نورو برخه درلوده.

د ولسي جرګې په تېره دوره كې د پكتيا د خلكو استازي پاچا خان ځدراڼ د انتخاباتو د اعلان شوېو پايلو د نه منلو تر څنګ وويل، چې له يوې خوا د وروستيو پايلو لپاره ځانګړې محكمه جوړه شوې او له بلې خوا ولسمشر كرزی غواړي چې د محكمې له پرېكړو وړاندې پارلمان پرانيزي، چې په وينا يې دا يوه غير قانوني پرېكړه ده.

همدا ډول نوموړي په ګاونډي هېواد ايران تور ولګاوه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په پروسه كې لاس وهنه كوي او په خپل سرحد كې يې د افغان سوداګرو د تېلو بار ټانكرونه هم له دې امله تم كړي چې افغان دولت دې د انتخاباتو پايله په خپل حال پرېږدي.

بل خوا له كابل څخه ولسي جرګې ته كانديد بيدار ځاځي چې په دې اعتراضيه غونډه كې يې ګډون كړى و له پكتياوالو وغوښتل چې سر له سبا له دوي سره يو ځاى په سوله اييزو لاريونو لاس پورې كړي، همدا ډول هغه د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم د انتخاباتو په پروسه كې په لاس وهنه تورن كړل.

د دغې غونډې ګډونوالو په يوه خوله وويل، چې د سوله اييزو لاريونونو په كولو سره به تر هغو پورې د خپلو مشرانو او وكيلانو تر څنګ د كرزي د هغې پرېكړې په مخالفت كې ودرېږي، چې غواړي د دلوې په لومړۍ نېټه نوى پارلمان پرانيزي.

راپور-لمر نیازی،پکتیا
XS
SM
MD
LG