د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

ستانکزی: لاریون د افغانانو حق دی، ایران د دوی د مخنوی حق نه لري


Afghanistan- Afghan police guard entrance of Iranian Embassy hit with red paint by protestors, Kabul,13Jan2011
Afghanistan- Afghan police guard entrance of Iranian Embassy hit with red paint by protestors, Kabul,13Jan2011

په کابل کې د ایران سفارت له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د دوی پر ضد مظاهره کوونکي دي ونیسي، که نه دوی به د تیلو تر څنګ پر نورو مسالو له سره غور وکړي.

په داسې حال کې، چې اوس هم په ایران کې د افغان سوداګرو د تیلو سلګونه ټانکرونه بند دي او په ایران کې د افغان کډوالو د وژلو مساله لا روښانه سوې نه ده، ایران له افغان دولت څخه غوښتي، چې په کابل کې د دوی پر ضد مظاهره کوونکي ونیسي.

په کابل کې د ایران سفیر فدا حسین مالکې د ایران له خبري اژانس ارنا سره په خبرو کې افغان دولت ته ګواښ کړی، که مظاهره کوونکي ونه نیسي، نو ایران به پر ترانزیټي او نورو مسالو له سره غور وکړي.

خو افغان کار پوهان وايي، ایران دا حق نه لري، چې په افغانستان کې د مظاهرو مخه ونیسي.

د کابل پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو د پوهنځی استاد نصرالله ستانکزي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې که چېرې ښاغلي مالکې دغه خبره کړې وي نو دا یې د افغانستان اساسي قانون سپکاوی کړی.

"دوی کولای شي خپل احتجاج د ډپلوماټیک په شکل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کړي.

که د ایران اسلامي جمهوریت که دا غوښتنه کړي وي، نو د افغانستان اساسي قانون ته یې سپکاوی کړی، هغه په دې دلیل چې د افغانستان اساسي قانون د افغانستان ټولو وګړو ته چې دا قانون او د بیان ازادۍ په رسمیت پېژني د سولې مظاهرو او اجتماعاتو حق ورکړی دی.

زه فکر کوم، چې دغه تقاضا یوه سیاسي تقاضا ده، ځکه ایران غواړي هغه غیر قانوني اقدامات چې ترانزیت اموالو د تېرېدو په ارتباط کړي دي هغه توجیه کړي."

ارنا د ایران د سفیر له خولې ویلي، چې یو شمېر افغان چارواکو ورته د دغو لاریونونو په اړه خواشیني ښوولې ده.

له ډیرو هڅو سره بیا هم بریالي نه شوو، چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون را واخلو.

د راپورونو پر اساس له نږدې یوې نیمي میاشتي راهیسې، ایران په خپله پوله کې د افغان سوداګرو شا او خوا ۱۶ سوه د تیلو ټانکرونه په دې پلمه درولي، چې ګواکې دا په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته وړل کیږي.

څو ورځې مخکې د ایران سفارت له افغان چارواکو غوښتي وو، چې په افغانستان کې د خپلو تیلو د کارولو اندازه وښيي، چې دوی په هم هغه اندازه تیل ور ایله کړي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو دا غوښتنه غیر قانوني بللې وه.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، چې ایران باید د افغان سوداګرو تیل پریږدي.

ښاغلی الکوزی وايي، که ایران ترانزیټي محدودیتونه هم داسې وساتي نو ایران ته یې هم زیان رسیږي.

"پرته له شکه مو د سوداګرۍ نورې لارې چارې سنجولي دي، دا اوس هم له منځنۍ اسیا سره په زرونو قراردادونه لرو، چې که له ایران سره تجارتي تعلقات قطع شي، دا نه یوازې د افغانستان په تاوان دی بلکې د ایران په تاوان هم دی.

د حق له مخې هېڅوک د دې حق نه لري، چې د بل چا ترانزیتي اموال ودروي. خو دوه میاشتې کیږي چې عملاً دغه نړېوال حق د پښو لانېد شوی دی."

په دې وروستیو کې په کابل کې داسط ویډیويي انځورونه خپاره شول، چې د ایران په خاوره کې د افغان کډوالو مرګ ژوبله ښوول کیږي.


په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په دې وروستیو کې پر افغانستان د ایران له خوا د تیلو بندلو او افغان کډوالو د وژلو، اعدامولو او زورلو له امله سلګونه خلک د ایران پر ضد مظاهرې ته راوزي.

د پنجشنبې په ورځ هم سلګونه کسان د مظاهرې په ډول په کابل کې د ایران سفارت مخې ته سره راټول سوه او د ایراني مشرانو پر ضد د شعارونو ورکولو تر څنګ یې د ایران سفارت په ډبرو، هګیو او سره رنګ وویشته.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG