د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

فریډم هاوس: د نړۍ ډېري هېوادونه له سیاسي او مدني ازادیو بې برخي دي


د رپوټ له مخې، منځنۍ اسیا د نړي له هغو سیمو ده، چې استبدادي رژیمونه په قدرت کې دي
د رپوټ له مخې، منځنۍ اسیا د نړي له هغو سیمو ده، چې استبدادي رژیمونه په قدرت کې دي
د بشري ازادیو د څارنې نړیواله اداره فریډم هوز چې مقر یې په امریکا کې دی، په خپل تازه رپوټ وايي، مطلق العنانو او استبدادي رژیمونو د نړۍ په پراخه برخه کې سیاسي او مدني ازادي تر فشار لاندې کړې دي.

دا رپوټ وايي، چې په تیرو نږدې څلویښتو کلونو کې وروستي پینځه کلونه د نړۍ په سطحه سیاسي او مدنۍ ازادي زیاتې محدودې شوې دې.

په دې کې یو شمیر هېوادونه د سیاسي ازادیو له پلوه پرمختللي خو په ځیني نورو کې وضعیت خراب شوی دي. په ځانګړي ډول د بالتیک له سیمې پرته د پخواني شوروی اتحاد یو غړی هیواد هم په اوس مهال کې، د مدني او سیاسي ازاديو له پلوه د خپلواکو هېوادونو په کتاره کې نه راځي.

فریډم هاوس په دې رپوټ کې وايي، افغانستان، عراق، روسیه، قزاقستان، ټاجکستان، بیلاروس، ازبکستان او ترکمنستان هغه هیوادونه دي، چې خلک یې سیاسي اومدني ازادي نه لري.

په عین حال کې پاکستان، ارمنستان، بوسنیا هرزیګوینیا، قرغزستان او یوکراین په نسبي ډول ښه بلل شوي دي. د دې رپوټ برابرونکي وايي، د بالتیک له سیمې پرته له تیرو نهو کلونو راهیسې د پخواني شوروی اتحاد په غړو هیوادونو کې د مدني او سیاسي ازاديو له پلوه وضعیت مخ په ځوړ روان دی.

د رپوټ د یوه لیکوال ارک پودینګټون په وینا د پخواني شوروي په جمهوریتونو کې د دې یو عامل د روسیې غیر دیموکراتیک نفوذ دی.

"د پخواني شوروي دا جمهوریتونه په تیرو لسو کلونو کې له ټیټ څخه لا ټیټ حالت ته لویدلي دي. دا حالت د روسیې له خوا رهبري کیږي.

منځنۍ اسیا د نړي له هغو سیمو ده، چې استبدادي رژیمونه په قدرت کې دي، ازبکستان او ترکمنستان د دې لست په تر ټولو ټیټه خانه کې دي."

د رپوټ بل لیکوال کرستفر واکر وايي، په تاجکستان کې چې استبدادي رژیم لري تیر کال نوې منفي نښې لیدل شوي. خو په یوکراین کې د تیرکال انتخابات چې له لانجو ډک و، په سیمه کې یو عمده منفي پرمختګ بلل کیږي.

د دې نړیوالې څارونکې ادارې رپوټ وايي، چې روسیې، بیلاروس، ایران، چین او وینزویلا حکومتونو تیر کال کې د خپلو خلکو د سیاسي او مدني ازادیو په برخه کې له زیاتې بې پروایۍ ډک عمل کړی.
XS
SM
MD
LG