د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

کابل بیا د ايران په ضد دمظاهرو شاهد و


په دغه مظاهره کې په سلګونو کسانو برخه اخیستې وه، چې د ایران د رژیم پر ضد یي شعارونه ورکول د ایران د سفارت دروازه یي په هګیو وویشتله
په دغه مظاهره کې په سلګونو کسانو برخه اخیستې وه، چې د ایران د رژیم پر ضد یي شعارونه ورکول د ایران د سفارت دروازه یي په هګیو وویشتله
په سلګونو دې مظاهره کوونکو د دې ترڅنګ، چې د افغانانو په وړاندې د ایران وروستي اقدامات غندل او د دغه هېواد د مشرانو پر ضد یي شعارونه ورکول، افغان حکومت هم په دې تورن کړ، چې د ګاونډېو په وړاندې د خپلو وګړو دفاع نه شي کولې.

د پنجشنبې د ورځې دا مظاهره د ملي پیستون ګوند له خوا رابلل شوې وه، چې په کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه په سلګونو کسانو ګډون کړې وو.

یوې میرمنې، چې د ایران د سفارت په وړاندې یی د مظاهره کوونکو پریکړه لیک لوستلو افغان چارواکو ته یي د هغو ننداره چیانو خطاب وکړ، چې په ګاونډېو هېوادونو کې په افغانانو کیدونکي نارواوې په خاموشه توګه ګوري.:


"د کابل له دولت نه د ایران او پاکستان په څیر د ګاونډېو هېوادونو په وړاندې د پریکنډه دریځ خپلول او د افغانانو د ستونزو حل لپاره هر ډول غوښتنه بې ځایه ده.

زموږ خلک یوازې هغه وخت له کورنیو خیانتونو او بهرنیو لاس وهنو څخه خلاصون موندلې شي، چې له قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیو تعصبونو ځانونه لرې کړي او د هېواد پلورونکو په وړاندې یو موټې شي او د هغو کسانو پر ضد پاڅیږي، چې بهرنیو لاس وهنو ته زمینه برابروي."

په دغه پریکړه لیک کې د ایران وروستي اقدامات سیاسي بلل شوي، چې د مظاهره کوونکو په وینا هدف یي په افغانستان د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره د فشار راوستل دي.

وروسته له هغې، چې ایران د افغان سوداګرو ټانکرونه ودرول او په یو خصوصي ټلویزیون کې په ایران کې د یو شمېر افغانانو د مرګ ژوبلې ویډیویي انځورونه خپاره شول دا څو هم ځل دې، چې په کابل کې خلک واټونو ته راوځي او د ایران دا اقدام غندي.

خو د دې مظاهرې رنګ لږ څه جلا وو او هغه ځکه، چې دا مظاهره کوونکي افغان حکومت ته، چې د داسې پېښو په وړاندې خاموشه دې او هغو کسانو ته، چې د دوي په وینا د ایران جاسوسان دي زیات په قهر وو.

مظاهره کوونکو دا ادعا کوله، چې ایران د افغانستان کې پراخ نفوذ کړې او له همدې امله د دوي د داسې اقداماتو په وړاندې جدي چلند نه کیږي.

دوي د تهران رژیم په افغانستان کې په پراخې لاس وهنې او ان د وسله والو مخالفینو په سمبالولو او په هېواد کې دننه قومي او ژبنیو تعصوبونو ته په لمن وهلو تورن کړ.

خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت بیا د مظاهره کوونکو دا ادعا ناسمه بولي او وایي، چې افغان حکومت د دغو ستونزو د هواري لپاره خپلې هڅې کړي.

د دغه وزارت مرستیال انجنیر عبدالرحیم له ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، که د دوي هڅې په رسنیو کې منعکس شي، نو دا به له دې مظاهره کوونکو هم جدي وي:

"موږ له دې مظاهرو کوونکو څخه په زیاتې جدي بڼې د افغانانو دفاع کوو، ځینې پېښې، چې رامنځ ته شوې په رښتیا هم زړه بګنونکې وې، خو دا په زیاته لوړه کچه مطرح شوي او په دې اړه تحقیقات روان دي.

په همدې حال کې په ایران کې دننه زموږ دفترونه له ایراني چارواکو سره په تماس کې دي او ټولې هڅې په همدې هدف کیږي، چې د دا ډول زړه بګنونکو پېښو مخنیوې وشي."

خو هم عام افغانان، چې بیا بیا واټونو ته راوځي او هم کتونکي دا اقدامات کافي نه بولي، ځکه د دوي په وینا د دې ستونزو هوارول ورته اقدامات غواړي.

افغان حکومت، که له ایران څخه د افغان کډوالو د یو مخیز شړلو مسئله وه، که د دوي د اعدام او وژلو او که د سوداګرو د ټانکرونو د درولو مسئله وه، له ډیپلوماټیکو لارو یي د هواري هڅه کړې، خو دا لا نه ده څرګنده، چې دا هڅې ولې نه دي بریالې شوي.

کتونکي تر ډیره په دې باور دي، چې دا ستونزې ځکه نه حلیږي، چې ایران ځانګړي سیاسي اهداف تعقیبوي او غواړي په دې لارو خپل فشارونه زیات کړي.

راپور-حمید مومند،کابل
XS
SM
MD
LG