د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

پنجشنبې د مرغومې ۲۳ مه


په ایران او پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې او په افغانستان کې د نوي ملي شورا په پرانیستلو کې د ځنډ امکانات هغه مسایل دي، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې راخیستل شوي چې حمید ورته کتنه کړې.

هشت صبح:

هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر څرګندونې راخیستي، چې له ایران څخه یي د افغان سوداګرو د ټانکرونو د بې قید او شرط خوشې کولو غوښتنه کړې.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم ایران اوس هره ورځ یو شمېر ټانکرونو ته اجازه ورکوي، چې افغانستان ته تیل وارد کړي، خو د ورځپاڼې په وینا دا له هغه تړون څخه ډیره کمه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ موجود دې.

ورځپاڼې د ښاغلي احدي په حواله وړاندې لیکلي، چې ایران باید د افغانستان د ټرانزیټ حق په پام کې وساتي او ټانکرونو ته دې اجازه ورکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د ایران دې اقدام په افغانستان کې د تیلو په بیه ناوړه اغیزه کړې او خلک یي له دې بابته له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د سوداګرۍ وزارت هڅه کوي په کابل کې د ایران د سفارت له لارې په دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې او د هغو د هوارولو هڅې هم د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې راخیستل شوي.

د افغانستان نا دولتي ورځپاڼې په دې اړه په کابل کې د پاکستان د سفیر څرګندونې راخیستي او د هغه په حواله یي لیکلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ د نوي تړون په عملي کېدو سره به په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شي.

ورځپاڼه لیکي، چې د پاکستان سفیر دا ژمنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ټرون د اسنادو د تبادلې په مراسمو کې وکړه.

ورځپاڼه لیکي، چې د دواړو لورېو ترمنځ دا اسناد په داسې حال کې تبادله شوي، چې له تیرو پنځو میاشتو راهیسې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا څلور زره کانټینره درول شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیت دا نوې ټرون به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پلې شي، چې له مخې به یي لومړې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو درول شوي کانټینرې انتقال شي.

د نوي ملي شورا په پرانیستلو کې د ځنډ امکان بله مهمه مسئله ده، چې په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو راخیستې.

اوټ لوک:

اوټ لوک انګلسي ژبې ورځپاڼې په دې اړه د انتخاباتي دوسیو د څیړلو لپاره د ځانګړې محکمې د مشر څرګندونې راخیستي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د دې محکمې مشر معترضه کاندیدانو ته ډاډ ورکړې، چې له جمهوري ریاست سره به په تماس کې شي او د محکمې تر پریکړې پورې به د نوي ولسي جرګې په پرانیستلو کې د ځنډ غوښتنه وکړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د ولسمشر کرزي د ویاند دې څرګندونو، چې نوی ولسي جرګه به د سلواغې په لومړۍ نېټه پرانیستلې شي، معترضه کاندیدان اندیښمن کړي او له همدې امله دوي د ځانګړې محکمې له مشر نه غوښتي، چې ولسمشر وهڅوي، څو د نوي ولسي جرګې پرانیستل وځنډوي.
XS
SM
MD
LG