د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

په ټونس جمهوريت کې ښوونځي او پوهنتونونه ولې تړل شوي؟


څو تنه په ټونس کې د هغې بانک مخې ته ولاړ دي چې وروستیو بلواګانو کې سوزول شوی دی.
څو تنه په ټونس کې د هغې بانک مخې ته ولاړ دي چې وروستیو بلواګانو کې سوزول شوی دی.
د کارونو د نشتوالي په اعتراض په تونس جمهوريت کې د ولاړ شوي کړکېچ د مخنيوي لپاره چارواکو پوهنتونونه او ښوونځي تړلي دي، نن اکثره ټولګي له خلکو تش وو. دغه اعتراضونه او کړکېچ وروسته تر هغه پيل شو چې د ډسمبر په نيمايي کې د پوهنتون يوه ٢٦ کلن فارغ شوي ځوان د احتجاج په ډول ځان ته اور واچاوه.

د حکومت د ارقامو له مخې، تر اوسه له پوليسو سره په شخړو کې ٢٠ کسان وژل شوي چې اتلس وژنې په تېرو درېيو ورځو کې وې.

د بخښنې نړيوال سازمان بيا د وژل شويو شمېر ٢٣ تنه ښيي، هاخوا په پاريس کې د بشر حقونو يوې نړيوالې ادارې بيا ويلي چې ٣٥ کسان وژل شوي دي.

فعالانو د ديکتاتور زين العابدين بن علي په مشرۍ دولت کې روان کړکېچ ته د ياسمين پاڅون نوم ورکړى، ياسمين ګل د تونس ملي سمبول دى.

بن علي د دوشنبې په ورځ په خپله ټلويزيوني وينا کې پر خپله مبارزه ولاړ ښکارېده او د پوليسو د اقداماتو دفاع يې وکړه، نوموړي د تېرو ورځو شخړې تروريستي عمل وباله چې د ده په باور د بهرنيو ډلو له خوا هماهنګې شوې دي:

”وروسته تر هغه چې موږ په ګڼو ښارونو او کليو کې اله ګوله او شخړې، غلط اطلاعات، د عامه او خصوصي ملکيتونو ويجاړي وليده، نن درته راغلو.

تاوتريخوالي او اکثراً خونړي تاوتريخوالي ګڼ ملکيان ووژل او ټپيان کړل، چې امنيتي مامورين هم په کې دي. دغه پېښې د هغو جنايتکارو ډلو کار دى چې ماسکونه يې پر مخونو وو او د شپې په تياره کې يې پر عامه ادارو حتى پر هغو ملکيانو چې په خپلو کورونو کې وو- بريدونه کړي، موږ د دغو تروريستي بريدونو په وړاندې غلي نه شو پاتې کېداى“

د تونس جمهوريت ولسمشر د دې هېواد په تعليم يافته کسانو کې د بېکارۍ له کبله د ولاړې شوې خوابدۍ د ليرې کېدو په هدف ژمنه وکړه چې په راروانو دوو کلونو کې به درې لکه کارونه خلکو ته پيدا شي.

په دې هېواد کې د پوهنتون اتيازره فارغ شوي محصلين بېکاره دي. په لندن کې د چاتم هاوس فکري انجمن يوه غړې مېرمن کلاير سپينسر فکر کوي چې د ځوانانو له لوري د بېکارۍ په اعتراض احتجاجونو د دې هېواد اصلي انځور وړندې کړ:

”نړيواله ټولنه اوس تونس ته متوجه ده چې يو مهال ښايسته، کوچنى، باثبات او ليبرال هېواد و. د دې هېواد اکثريت هغه ځوانان دي چې ٢٥ کاله يا تر دې کم عمرونه لري، خلک فکر کوي چې دغه پيسې يوې محدودې کړۍ ته ورروانې دي، ځکه نو اکثريت خلکو ته د کار زمينه نه ده برابره. دا په تونس کې يوه کليدي مسئله ده. اټکل کېږي چې د تجارتي ډلو او نورو له لوري به مظاهرې او احتجاجونه زيات شي“

په دې وروستيو کې د زين العابدين بن علي پر حکومت له بېلابېلو خواوو انتقادونه زيات شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون له حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې حالات کنټرول کړي د بيان ازادۍ ته درناوى وکړي. اروپايي ټولنې او فرانسې هم د کرارۍ غوښتنه کړې، په عين حال کې امريکا پر مظاهرو او احتجاجونو د دولت له لوري فشار غندلى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي د تونس د دولت له لوري د مخالفو بلاکګرانو پر نيونه او د مخالفو ويبسايټونو پر بندولو اندېښنه څرګنده کړه:

”دا چې څوک تاوتريخوالي ته لمن وهي، له هغوى سره د معاملې لپاره لارې چارې شته، په داسې حال کې چې په ولس کې د تعادل ساتل په حقيقت کې د غونډو جوړولو حق، په ازادانه ډول د نظر څرګندولو حق او د انټرنټ کارولو حق دى“

د تونس حکومت د نړيوالې ټولنې اندېښنې په کلکه رد کړې دي.

تحليل کوونکي وايي وروستى تاوتريخوالى به د بن علي حکومت ته کوم خطر متوجه نه کړي، نوموړى له ١٩٨٧م کال راهيسې د دې هېواد مشري کوي.
XS
SM
MD
LG