د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

عظیمي: ۲۰۱۱ کال به له وسله والو سره د جګړې کال وي


ښاغلي عظیمي په دوه زره لسم میلادی کال کې یو لکو ته د ملي اردو د شمېر رسول مهمه لاسته راوړنه وبلله.
ښاغلي عظیمي په دوه زره لسم میلادی کال کې یو لکو ته د ملي اردو د شمېر رسول مهمه لاسته راوړنه وبلله.
د افغانستان د دفاع وزارت په دې باور دی، چې ۲۰۱۱ میلادي کال افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو لپاره مهم کال دی او له همدې امله اټکل کیږي، چې وسله وال مخالفین به د ځینو امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د چهارشنبی په ورځ په کابل کې په دوه زره لسم میلادي کې د ملي اردو د تجهیز او روزنې په برخه کې خپلی لاسه راوړنې بیان کړې.

نوموړي په دوه زره لسم میلادی کال کې یو لکو ته د ملي اردو د شمېر رسول مهمه لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي عظیمي دوه زره یولسم میلادي کال، چې څو ورځې یې لا تیری شوی هم دی، د افغان امنیتي ځواکونو لپاره یو مهم خو له ننګونو ډک کال وباله.

نوموړي اټکل وکړ، چې په دوه زره یولسم میلادی کال کې به له زیاتو جګړو سره مخامخ شي.

"د دوه زرلسم میلادي کال له لومړنیو نه زموږ اوسنۍ حالت خورا ښه شوی دی، هغه که د کیفیت، کمیت، د ښې حکومتدارۍ، د تصفیه شویو ساحو او د امنیتي پلانونه له اړخه دی.

خو د مخالف لوري حالت بیا خراب شوی دی، دوی خپلې مهمې سیمی لکه په هلمند او کندهار کې د پنجوایي او ژېړۍ ولسوالۍ له لاسه ورکړی، د سمبالولو او تمویل ځایونه یې تر فشار لاندې راغلي دي او زیاته مرګ ژوبله یې هم لیدلې ده.

خو زما دا خبرې په دې مانا نه دی، چې موږ به په دوه زره یولسم میلادي کال کې له سختو جګړو سره نه مخ کیږو، ځکه چې په دې کال کې د امنیتي مسولیتونو دانتقال لړۍ پیلیږي."

د لیزبون غونډې د پریکړې له مخې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتو د سپارلو لړۍ به له دوه زره یولسم میلادي کال له نیمایي پیل او تر دوه زره څوارلسم میلادي کاله به بشپړه شي.

ښاغلي عظیمي وویل، چې دوی د لیزبون پریکړې ته په کتو سره په تیر کال کې د ملي اردو ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي او کولای شي، چې د بهرنیو ځواکونو پرځای امنیتي چارې سمبال کړي.

د پوځي چارو کارپوهان که څه هم د دفاع وزارت اټکل سم بولي. خو وایي، چې د امنیتي مسولیتونو د سپارلو لپاره باید یوه روښانه لار غوره شي.

د پوځي چارو شنونکی جنرال عبدالواحد طاقت وایي، چې په ښه توګه د امنیتي مسولیتونو د لړۍ د پیل او بشپړولو لپاره دې د پخوانیو ریژیمونو د پوځي مامورنیو څخه مرسته وغوښتل شي.

د دفاع وزارت داسې مهال د امنیتي مسولیتو د سپارلو لپاره چمتوالی ښیي، چې اوسمهال یې د افغانستان په نا امنه ولایتونو کې د وسله والو مخالفینود ځپلو لپاره عملیاتونه ګړندی کړی دی.

د دفاع وزارت هڅه کوي، چې له وسله والو مخالفینو څخه په پاکو شویو سیمو کې د نورو ادارو په مرسته د بیارغونې پروژې پلې او د سیمه ییزې حکومتدارۍ پیاوړې کولو ته لار پرانیزي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG