د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت نوی تړون وشو


ښاغلی احدي وايي، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل کومه هیله چې موجوده وه، هغه نه ده ترلاسه شوې.
ښاغلی احدي وايي، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل کومه هیله چې موجوده وه، هغه نه ده ترلاسه شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره د دغو دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیت د نوي موافقه لیک د تبادلې په وخت کې تمه وښودله، چې پاکستاني چارواکي به د افغان سوداګرو د هغو سوداګریزو مالونو د پریږدي، چې د څو اونیو راهیسې په کراچۍ بندر کې درول شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي وویل، که څه هم له بیلابیلو رسمي پړاوونو وروسته دغه موافقه لیک لاسلیک شوی، خو په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل کومه هیله چې موجوده وه، هغه نه ده ترلاسه شوې.

احدي هیله څرګنده کړه، چې د سوداګرۍ او ترانزیت د نوي موافقه لیک له عملي کېدو وروسته به له پاکستان څخه افغانستان ته د مالونو په رالیږدولو کې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې شي:

"نن د دغه تفاهم لیک د لاسلیکولو وروستی پړاو و، یو دېرش ورځې وروسته حق لرو، چې زموږ موټرونه د پاکستان بندرنه راتېر شي، کوم اسناد چې نن تبادله شول د مصدقه اسنادو په نامه یادیږي، زموږ پرمختګ څومره چې هیله یې کیدله نه دی شوی.

خو د دې تفاهم لیک له عملي کیدو سره به زموږ ډیرې ستونزې هوارې شي. د دغه تفاهم لیک عملي کیدل به دا وي، چې زموږ سوداګر خپل مالونه د کراچۍ له لارې د پاکستاني ترانسپورت په مرسته افغانستان ته را انتقال کړي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې نوي موافقه لیک دروان لمریزکال په منځنیو میاشتو کې لاسلیک شوی. خو بیا هم پاکستان د ځینو ستونزو له امله د کراچۍ بندر د افغان سوداګرو د مالونو پرمخ تړلی و.

خو په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو د بنیدو علت داسې په ګوته کړ:

"ستونزه هغه وخت پیدا شوه کله چې په پاکستان کې سیلابونه راغلل او دوه رنګه مسایل رامنځ ته شول، اول دا چې سرکونه وران شول دوهم د پاکستان پنځمه حصه د اوبو لاندې شوه.

څلویښت کاله موږ تاسې ته د ترانزیت اسانتیاوې درکړې وې، اوس چې لږ ستونزې پیدا شوې تاسو ته صبر کول په کار وو. خو د دې تفاهم لیک په لاسلیکولو سره به روانې ستونزې هم حل شي او ورځ په ورځ به د کراچې په بندر کې د درول شویو کانتینرونو تعداد هم راکم شي."

ویل کیږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ نوې موافقه لیک به د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ د ۱۹۶۵ میلادي کال د موافقه لیک ځای ونیسي.

که څه هم ویل کیږي، چې په دغه موافقه لیک کې دواړو او افغان او پاکستانیو سوداګرو ته د ترانزیت په برخه کې یو لړ اسانتیاوې رامنځ ته شوي دي، خو یو شمېر افغان سوداګر یې د عملي کیدو په اړه شک څرګندوي او وايي، پاکستان پخوا هم د افغان سوداګرو په وړاندې د سوداګرۍ ان نړیوالو اصولو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG