د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

حصام: د لرو پرتو ولسوالیو خلک به له مخابراتي خدماتو څخه برخمن شي


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تخنیکي مرستیال بریالی حصام
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تخنیکي مرستیال بریالی حصام

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدماتو د رسولو په هدف نن په کابل کې یو تړون لاس لیک کړ.

د دې تړون له مخې د یو کال په موده کې د هېواد د لسو ولایتونو په شپاړسو ولسوالیو کې خلکو ته مخابراتي اسانتیاوی برابرې شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تخنیکي مرستیال بریالی حصام د چهارشنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې دغه تړونونه یې له څلورو مخابراتي شرکتونو، افغان بیسیم، ام. ټي. ان، اتصالات او افغان ټلیکام سره لاس لیک کړل.

ښاغلی حصام وویل، د دې پروژې پیسې، د مخابراتي خدمتونو د پراختیا صندوق له خوا ورکول کیږي.

هغه وویل، دغه صندوق لیرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو لپاره جوړ شوی دی او هرکال د مخابراتي شرکتونو د خالصو عوایدو دوه نیم فیصده دې صندوق ته ورکول کیږي.

نوموړی وایي، چې اوسمهال دغه صندوق لیرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونود غځولو لپاره شپیته میلیون ډالره بودیجه لري.

"دغه اولس سایټونه یا محلونه چې د لسو ولایتونو په شپاړسو ولسوالیو کې فعالیږي.
کمپنۍ به د خپلو امکانو له مخې خپل انتنونه په کې فعال کړي.

د دې انتنونو په فعالیدو سره به په دې ولسوالیو کې پنځوس زره خلک مخابراتي خدمتونو ته لاس رسۍ پیدا کړي.

د نن ورځط د تړونونو ټول ارزښت څلور نیم میلونه ډالره دی."

په دې غونډه کې د اترا یا د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې ویاند او د بورډ غړی خیر محمد فیضي وویل، چې دمګړۍ د افغانستان په سلو کې پنځه اتیا خاوره تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلې، چې په ټولیزه توګه څوارلس اعشاره دوه میلیونه خلک له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه اخلي.

خو د چارو یوشمېر کارپوهان بیا د مخابراتو وزارت ته دا سپارښتنه کوي، چې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ دې د مخابراتي خدمتونو کیفیت او بیې ته هم زیات پام وکړي.

د کابل پوهنتون استاد صیف الدین سیهون وایي، چې دغه وزارت تر اوسه پورې په دې برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی.

"د مخابراتي خدمتونو کیفیت ټیټ دی، خو بیې یې لوړې دي، له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د اړیکې نیولو بیې په انحصاري توګه دی، چې دا د خلکو له له عوایدو سره همغږي نه دي.

که چیرې په دې برخه کې د خلکو لپاره د مکالمې بیې راټيټې شي او هغوی هم ګټه ترې واخیستل شی نو دا به غوره وي."

اوسمهال په افغانستان کې پنځه مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي، چې څلور خصوصي او یو دولتي دي، چې د دې شرکتونو له خدمتونو څخه واړه او زاړه ټول ګټه اخلي.

خو بل پلو د دې شرکتونو یوشمېر مشترکین بیا شکایت کوي، چې دغه شرکتونه په خپل مینځ کې ناسمې سیالۍ کوي، چې ټول خلک نه شي کولای د دې شرکتونو له فعالیت څخه ګټه واخلي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG