د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

په کابل کې یوې ځان وژونکې حملې درنه مرګ ژوبله اړولې ده


د بشري په وینا په دغه حمله کې ۴ تنه مړه او په لسګونه تنه ټپیان شوي دي
د بشري په وینا په دغه حمله کې ۴ تنه مړه او په لسګونه تنه ټپیان شوي دي
وروستي راپورونه وايي پیښې څلور تنه وژلي او تر شلو زیات نور يې ټپیان کړي دي.

پیښه د چهارشنبې په ورځ د سهار په اته نیمو بجو، د کابل ښار د علاوالدین په سیمه کې، د رواني ناروغیو د روغتون مخې ته رامنځ ته شوه.

امنیتي ځواکونه وایي، دا یو ځان وژونکی برید و، چې ډېر زیان یې ملکي خلکو ته ورساوه.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي څیړنو ريیس محمد ظاهر له پېښې لږ وروسته وویل:

"تراوسه چې د تلفاتو شمېر موږ ته رسیدلی، دوه تنه شهیدان او شپږ ټپیان شوي دي، ځان وژونکي دا برید په موټرسیکل ترسره کړی او هدف یې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړول وو."

د ملي امنیت د عمومي ریاست وایي، برید کوونکي د دې ریاست د منسوبیو د سپرلۍ موټر په نخښه کړی او برید یې پرې ترسره کړ.

خو وروسته دا شمیر زیات وښودل شو.

د دې ریاست ویاند لطف اله مشعل ازادي راډیو ته وویل، چې په پېښه کې د دوی د ریاست کوم کارکوونکی نه دی وژل شوی او د ټپیانو روغتیایي حالت یې مخ په ښه کېدو دی، ښاغلي مشعل وویل:

"په دې برید کې د ملي امنیت د کارکوونکو د سپرلۍ موټر په نخښه شوی و، په پیښه کې زموږ دولس تنه سرتیري ټپیان شوي، چې اکثره یې له درملنې وروسته کورونو ته تللي دي."

عییني شاهدان وایي، څه رنګه چې وختي وه، پرسړک د خلکو او موټرو تګ راتګ زیات و، د همدې له امله د امنیتي ځواکونو په نسبت، ملکي خلکو ته ډېرزیان رسیدلی دی.

دوی د وژل شویو او ټپیانو شمیر، د امنیتي چارواکو له څرګندونو څخه زیات ښيي.

د حکمت اله په نوم یو تن ازادي راډیو ته وویل:

"په پیښه کې ملکي خلک زیات وو، هغه خلک ډېر ټپیان شول چې لاس ګاډي یې ګرځول."

د پیښې ملکي ټپیان په سیمه کې د استقلال روغتون ته لیږدول شوي وو. د روغتون ريیس ډاکتر محمدعلي ایشان، د وژل شویو او ټپیانو په هکله ازادي راډیو ته وویل، چې دوی ته نهه ویشت تنه، چې ټول یې ملکي خلک وو، راوړل شوي وو، چې یوتن په کې مړ او د بل روغتیایي وضیعت د اندېښنې وړ دی او د نورو درملنه روانه ده.

سره له دې، چې امنیتي چارواکي وایي، د برید کوونکي هدف د بېګناه خلکو وژنه او ټپي کول و. خو وسله وال طالبان وایي، چې په برید کې یې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خو امنیتي ځواکونه د دوی دا ادعا ردوي.

دلته له پېښې وروسته د پېښې د سیمې ویډويي تصویرونه کتلی شئ:
XS
SM
MD
LG