د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

جو بایډن: که افغانان وغواړي په ۲۰۱۴ کال کې به هم له افغانستانه ونه وځو


ښاغلي بایډن وویل، وویل، له ځان سره یې د جمهور ريیس بارک اوباما پیغام راوړی، چې هغه له افغانستان سره د امریکا د همکاریو اوږدمهال تعهد دی.
ښاغلي بایډن وویل، وویل، له ځان سره یې د جمهور ريیس بارک اوباما پیغام راوړی، چې هغه له افغانستان سره د امریکا د همکاریو اوږدمهال تعهد دی.

د امریکا د جمهور ريیس مرستیال جو بایډن وویل، که څه هم پریکړه شوې، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغان ځواکونو ته امنیت سپارلو چاره بشپړه شي، خو که افغانان وغواړي نو له دې کال نه وروسته به هم امریکا له افغانستان څخه ونه وځي.

جوبایډن د دوشنې په ورځ ناوخته کابل ته ورسیده او د سې شنبې په ورخ له غرمې وروسته یې له جمهور ريیس کرزي سره له کتنې وروسته خبریالانو ته دغه څرګندونې وکړې.

هغه وویل، له ځان سره یې د جمهور ريیس بارک اوباما پیغام راوړی، چې هغه له افغانستان سره د امریکا د همکاریو اوږدمهال تعهد دی.

نوموړي وویل، که افغانستان وغواړي نو امریکا به په ۲۰۱۴ کال کې هم دغه هیواد پرې نه ږدي:

"که چیرې د افغانستان خلک وغواړي، نو د امریکا متحده ایالات چمتو دی او موږ به په ۲۰۱۴ کال کې هم ونه وځو. موږ هیله من یو چې افغان ځواکونه به وکولای شي، چې د خپل هیواد د امنیت چارو ته ادامه ورکړي.

که چیرې تاسو وغواړئ، چې موږ له افغانستان نه ونه وځو، موږ به ونه وځو. موږ پلان لرو، چې ستاسو سره کار کولو ته ادامه ورکړو او دا زموږ د دواړو ملتونو په ګټه ده."

د جوبایډن دغه خبره د نوموړي د هغو څرګندونو پر خلاف ده، چې یوې نړیوالې رسنۍ ته یې ویلي، امریکا به په هر صورت کې د دوه زرو څوارلسم کال تر پایه له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

نوموړي همداراز تمه وښودله، چې افغان ځواکونه به له پلان سره سم تر دوه زرو څوارلسم کال پورې د خپل هیواد دامنیتي مسوولیت د اخیستلو جوګه وي.

د امریکا د جمهور ریيس مرستیال وويل، چې دغه هیواد د افغان حکومت د سولې له پروګرام او د سولې له پروسې سره د هغو طالبانو له یوځای کیدو څخه ملاتړ کوي؛ چې له القاعده شبکې سره اړیکي پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون ته غاړه ږدي.

بایډن په کندهار او هلمند ولایتونو کې پوځی پرمختګونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په دغو سیمو کې د طالبانو تحرکات مات شوي، خو نوموړي دغه پرمختګونه ماتیدونکي وبلل او ویې ویل چې پیاوړي کیدو ته یې اړتیا ده.

د افغانستان جمهور ریيس حامد کرزي له ښاغلي بایډن سره د کتنې په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې په بیلابیلو مسایلو یې ګټورې خبرې لرلې:

"د افغانستان او امریکې پر روابطو، د منطقې پر حالاتو او په ۲۰۱۴ کال کې د مسوولیت د انتقال په اړه د افغانستان د اماده ګیو، ترتیباتو او په دې اړه چې څه ډول دا پروسه عملي شي خبرې مو سره وکړې.

خبرې او مذاکره مو سره همه جانبه وه، په تفصیل وه او زما د خوښۍ وړ وه."

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له شاوخوا لس کاله پوځي ماموریت وروسته اوس هم د افغانستان په اکثرو سیمو کې امنیت له پخوا خرابه بلل کیږي.

که څه هم په افغانستان کې ځینې کړۍ اوسني شرایط له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چمتو نه بولي خو د امریکايي چارواکي وايي، چې د ځواکونو وتل به په شرایطو پورې تړلي وي.

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان او امریکا په خپلو کې د اوږدمهالو اړیکو یو نوی ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړي.
XS
SM
MD
LG