د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د امریکا ځانګړي مفتش استعفا وکړه


په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي د استعفی خبر خپور کړ
په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي د استعفی خبر خپور کړ

په کابل کې امریکایی ډیپلوماټانو د افغانستان د بیارغونې لپاره د دغه هیواد د ځانګړي مفتش د استعفی علت او دا، چې د ده استعفې د ولسمشر بارک اوباما له خوا منل شوې او که څنګه څه نه دي ویلي.

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیی په خپرولو سره د ارنولډ فیلډز د استعفې خبر ورکړ، چې له تیرو دوو کلونو راهیسې یې د امریکا د ځانګړي مفتش په توګه کار کاوه.

په خبر پاڼه کې له ارنولډ فیلډز څخه د داسې یوه کس په توګه یادونه شوې، چې د افغانستان د بیارغونې په لګښتونو کې یې د شفافیت ډیرې هڅې کړي دي.

خو ځینې افغان کتونکي په دې باوردي چې د ارنولډ فیلډز د استعفا لامل کیدای شي د ده له کارونو څخه د افغان حکومت نه رضا یت وي.

احمد سعیدي په دې اړه داسې وایي:

"د ارنولډ فیلډز د استعفا لامل دا دی، چې د افغانستان حکومت د هغه له کارونو څخه په مستقیمه توګه ناراضه و او همداشان هغه امریکایان چې ارنولډ فیلډز غوښتل تر خپلې څیړنې لاندې ونیسي هغوی هم په پنټاګون او داسې نورو ځایونو کې ناسته ولاړه درلوده او فیلډز د تصمیم نیولو لپاره خلاص لاس نه درلود."

خبر پاڼه زیاتوي چې ارنولډ فیلډز په ۲۰۰۸ میلادي کال د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا دځانګړي مفتش په توګه له یوسل اوشلو تنو متخصصینو سره خپل کار پیل کړ.

دغې ډلې وکړای شول، چې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې ښه سمون رامنځ ته کړي.

خو په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي فیلډز غواړي په راتلونکې میلادي میاشته کې یې مسولیتونه بل چاته وسپارل شي.

د ارنولډ فیلډز خپلواک دفتر په دوزره او اتم میلادي کال کې د دې لپاره جوړ شو، چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو څارنه وکړي.

نوموړي په دې ورستیو کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د پیسو د لګښت په برخه کې د کنټرول مناسبه لاره نه شته او له ۲۰۰۲ میلادي کال راهسې په افغانستان کې د امریکا بې ځایه لګول شوې پیسې سلګونه ملیونو ډالروته رسیږي.

فیلډز تیره اوونۍ دوه مهم مرستیالان له دندې لرې کړل او د دې اقدام لامل په خپله اداره باندې د کانګرس د ځینو غړیو انتقادونه وبلل.

د کانګرس غړیو ویلي وو، چې فیلډز د جعل کارۍ په برخه کې د نږدې ۵۶ ملیارده ډالرپه څیړنه کې پاته راغلی.

ارنولډ فیلډز ویلي، چې دغه بدلونونه به وکولای شي، د ده اداره په افغانستان کې د جعلی تړونونو په لاسلیکولو او په دغه هیواد کې د مالي فساد په برخه کې حساسه وساتي.

داسې ښکاري چې فیلډز نه دی بریالي شوی د امریکا د کانګرس غوښتنې پوره کړي نوله دې امله یې له دندې استعفا وکړه.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG