د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

سې شنبې د مرغومي ۲۱ مه


په افغانستان کې د سولې او پخلانیې لپاره روانې هڅې او په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې د ناسم چلند د پای ته رسولو غوښتنه، نن یو ځلې بیا د کابل چاپ ورځپاڼو مهم سرلیکونه جوړوي.

راه نجات نا دولتي ورځپاڼې خپله سرلیکنه په افغانستان کې د سولې روانو هڅو ته ځانګړی کړی، خو لیکلي، چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته دا هڅې کومه حتمي نتیجه نشي لرلی.

ورځپاڼه لیکي، چې په نړیواله کچه، چې له دغه بهیر نه کوم ملاتړ څرګند شوی، هغه تل مشروط و او د ورځپاڼې په وینا دا د دې څرګندوی دی، چې د نړۍ ځواکمن هیوادونه د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره لا هم په جګړې ټینګار کوي.

ورځپاڼه له طالبانو سره د خبرو لپاره وړاندې شرایطو ته په پام سره لیکي، دا داسې شرایط دي، چې په پوره کیدو سره یې سوله او د دوی خپلې ګټې خوندي کیږي او نور نو خبرو ته اړتیا نه پاتې کیږي.

ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالي شورا د مشر څرګندونو ته په اشارې، چې په کې له نړیوالې ټولنې نه د سولې لپاره د همغږۍ غوښتنه شوې لیکلي، چې دا هم د سولې په څیر یوه هیله ده، چې ژر یې ترلاسه کول ګران بریښي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې او پخلاینې روانې هڅې نمایشي او غلوونکې بللي، ځکه د ورځپاڼې په وینا د سولې اصلي اړخونه ټولو ته روښانه دي.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې، چې د سولې اصلي کونجي د امریکا او طالبانو په لاس کې ده، له پاکستان نه د دغو هڅو پیلول او په دې برخه کې د جرګګیو جوړول هسې وخت ضایع کول دي، چې کومه نتیجه نه شي لرلی.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا هغو اندیښنو ته کتنه کړې، چې د سولې له روانو هڅو نه د ناټو د ملاتړ په اړه موجود دي.

ورځپاڼه د حزب اسلامي د مشر حکمتیار په حواله لیکي، په داسې حال کې، چې ناټو د ولسمشر کرزي غوښتنو ته کوم ارزښت نه ورکوي او د افغانستان په کلیو او بانډو بمبارۍ پای ته نه رسوي، نو د سولې د عالي شورا پریکړې به څه ډول محترمې وشمیري.

د ایران له خوا د افغانانو په وړاندې د ناسم چلند پای ته رسول هغه غوښتنه ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخستې.

خدمتګار د افغانانو په وړاندې د ایران وروستي اقدامات ورانوونکي بللي او له افغان دولت نه غوښتي، چې د هغې په وړاندې سخت دریځ خپل کړي.

ورځپاڼه افغان دولت هڅوي، چې د افغان سوداګرو د ټانګرونو د درولو په بدل کې د ایران په وړاندې ورته اقدامات وکړي او د تاجکستان او تورغونډۍ لارې دې د ایران پر مخ وتړي.

ارادې د افغانستان د کارګرانو د ټولنې پرونۍ مظاهرې ته په اشارې لیکلي، چې د ایران له خوا د افغان سوداګرو د تیلو د ټانکرونو درول د ټولو نړیوالو ژمنو په خلاف عمل دی.

ورځپاڼې د مظاهره کوونکو دا غوښتنه هم راخستې، چې ملګري ملتونه باید د دې ستونزې د هواري لپاره مداخله وکړي.
XS
SM
MD
LG