د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د افغانستان د سولې عالي شورا پاکستان ته خپل سفر ګټور بللی


ښاغلی رباني وايي، چې د سولې د عالي شورا ډېري غړي هغه کسان دي، چې په نورو رژیمونو کې يې جګړې کولې، خو اوس مهال وسلوال سولې ته رابولي.
ښاغلی رباني وايي، چې د سولې د عالي شورا ډېري غړي هغه کسان دي، چې په نورو رژیمونو کې يې جګړې کولې، خو اوس مهال وسلوال سولې ته رابولي.

د دغه شورا پلاوی، چې تېره اوونی پاکستان ته سفر کړی و، د دوشنبې په ورځ په کابل کې په خبري غونډه کې راڅرګند شو او د پاکستاني چارواکو ملاتړ يې له مهمو لاسته راوړنو څخه وباله.

پاکستان ته د سولې د عالي شورا پلاوي د خپل سفر پایلې ګټورې بولي او وايي، چې د خپلو هڅو لپاره یې د پاکستاني چارواکو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د سولې د عالي شورا دغه پلاوی د تیرې اونوۍ په پای پاکستان ته سفر وکړ، څو د خپلو هڅو په اړه د دغه هیواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

د دې شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزي، چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وینا کوله، وویل، چې له پاکستاني لوري سره یې د یوې ګډې کمیټې په جوړولو موافقه کړې، څو د دوی هڅې همغږې کړي.

نوموړي که څه هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د دې کمیټې جوړول د دوی د سفر یوه مهمه لاس ته راوړنه وبلله، خو ویې ویل، چې د حزب اسلامي له استازو سره مخامخ خبرې د دوی د هلو ځلو موثریت ثابتوي.

"موږ د حزب اسلامي له پلاوي سره ځانګړې خبرې وکړې، چې دا خپله یو پرمختګ دی او دا د سولې لور ته یو ګام دی، نو دا ټول په دې معنی دی، چې د سولې عالي شورا خپلې هڅې پیل کړي.

فکر کوم، چې په شویو خبرو کې د سولې د عالي شورا پیغام په واضیح توګه وړاندې شو او د دغه درک ملاتړ وشو، چې دا خپله د هغو کسانو په شمېر کې کمي راولي چې جګړې ته استخدامیږي."

په افغانستان د سولې د عالي شورا له جوړېدو وروسته پاکستان ته دا د دې شورا د غړو لومړنۍ بهرنی سفر و.

د دغه شورا مشر برهان الدین رباني وویل، چې دوی به د سولې د روانو هڅو لپاره د نور ملاتړ د جلبولو لپاره نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم سفر وکړي.

ښاغلي رباني د روان میلادي کال د مارچ په لومړی نېټه د سعودي چارواکو په بلنه د جدې سفر ته هم اشاره وکړه.

د سولې عالي شورا خپلې هڅې په داسې حال کې بریالۍ بولي، چې د دغه شورا د ترکیب په اړه ځینې انتقادونه کیږي.

ویل کیږي، چې د سولې د عالي شورا مشري يې داسې چاته سپارلې، چې پراخې نارضایتي ورڅخه موجودې دي.

خو ښاغلی رباني دغه ګنګوسې ردوي او وايي، چې د سولې د عالي شورا ډېري غړي هغه کسان دي، چې په نورو رژیمونو کې يې جګړې کولې، خو اوس مهال وسلوال سولې ته رابولي.

"د سولې په پروسه کې د ټولو هغو سیاسي احزابو ګډون، چې د طالبانو په ریژیم کې يې په سیمو کې ډېر جنایت شوی و، په دې معنا دی، چې ټولو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته د خونړیو جګړو شاهد نه وي. موږ ټول باید د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړو او د جګړې لپاره هیڅ بهانه ونه لټوو، دغه سوله د ټولو هیله او اړتیا ده."

د سولې د عالي شورا هدف، چې له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو او تفاهم رامنځته کول دي، د روان کال د تلې د میاشتي په پنځلسمه نېټه د سولې د ملي مشورتي جرګې د پرېکړې پربنسټ جوړه شوه.

ځینې کتونکي د سولې او پخلاینې روانې هڅې پیچلې بولي او انتقاد کوي، چې د دغې جرګې فعالیتونه نمایشي بڼه لري.

خو د سولې د عالي شورا وايي، چې دوی د سیمې او نړیوالو په همکاری هڅه کوي، چې وسلوال مخالفین سولې ته راوبولي او په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکې کېږدي.

خبریاله: ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG