د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

لاریوني:ایران دې د ترانزیت د قانوني تړونونو له اصولو سره سم عمل وکړي


 د افغانستان د کارکوونکو د ملي اتحادیي غړي په داسې حال کې چې له اعتراضه ډک شعارونه یي له ځانونو سره لیږدول
د افغانستان د کارکوونکو د ملي اتحادیي غړي په داسې حال کې چې له اعتراضه ډک شعارونه یي له ځانونو سره لیږدول
لاریون کوونکو چې شمېر یي سلګونو تنو ته رسېده، د یونما یا د ملګروملتونو د سازمان له سیاسي دفتر څخه یي غوښته کوله چې پر ایران زور راولي تر څو د افغانستان د تیلو ټانکرونو ته اجازه ورکړي چې خپلې خاورې ته داخل شي.

د افغانستان د کارکوونکو د ملي اتحادیي غړي په داسې حال کې چې له اعتراضه ډک شعارونه یي له ځانونو سره لیږدول، لومړی په کابل کې د یوناما دفتر او بیا د ایران د سفارت مخې ته ورغلل او اعتراض پاڼې یي په لوړ اواز له لوستلو وروسته دواړو ادارو ته ور وسپارلې، د اعتراض پاڼې یوه برخه داسې وه:

"موږ د ایران له حکومت څخه غواړو، چې هغه ټانکرونه چې دوي ایسار کړي په غیر قانوني توګه یي ایسار کړي، موږ هیله کوو چې د ایران حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ په تړونونو عمل وکړي.

د افغانستان د خلکو ستونزو ته نظر وکړي او کومه پریکړه چې یي کړې ده له هغه څخه منصرف شي."

د یونما د دفتر او د ایران د سفارت چارواکو له مظاهره کوونکو سره ونه کتل خو اعتراض پاڼې دواړو ادارو ترلاسه کړي.

کابو دوه میاشتې میاشتې کیږي چې ایراني چارواکو د افغانستان د تیلو کابو دوه زره ټانکرونه د دوي په خاوره کې ایسار کړي، چې له امله یي په دې هېواد کې د تیلو بیې پورته او د خلکو ورځني فعالیت او ترانسپورتي نظام له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

افغان چارواکي وایي، په ایران کې د افغانستان د تیلو د ټانکرونو له ایسارېدو څخه راولاړو شوېو ستونزو اندیښمن کړي او هڅې کوي، چې په لږه موده کې را ولاړې ستونزی ته د حل لاره وموندل شي، په دې هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول وایي:

"له ایراني چارواکو سره مو چې کوم لیده کاته لرل، د هغو له خوا له موږ سره یو لړ ژمنې شوي دي، هیله ده عمل پرې وشي، چې یو په ایران کې د افغانستان د تیلو د ټانکرونو ایسارېدل و، موږ دا مسئله په جدي توګه څارو، د کډوالو ستونزه هم ورسره مطرح شوې ده هیله ده دواړه ستونزې ژر اوارې شي."

خلک وایي، پر تیلو سربیره په ایران کې افغان کډوال د ځایي پولیسو له خوا ځورول کیږي، همدارنګه دم ګړی د ایران په زندانونو کې په سلګونو افغانان بندیان هم شته چې په لسګونو ترې اعدام شوي او د نور برخه لیک لا ټاکل شوی نه دی.
XS
SM
MD
LG