د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د کورنیو چارو وزارت وايي،د پولیسو لیکي به له نشه یانو پاکې کړو


د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د روږدو کسانو موجودیت تاییدوي، خو د دوي شمېر دومره هم نه بولي، چې د کومې اندیښنې سبب شي.

د دغه وزارت ویاند زمري بشري د یکشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې دوی اوس اوس د هېواد په کچه یوه سروې پیل کړې، څو په پولیسو کې د روږدو کسانو سمه شمېره معلومه او درملنه یي وکړي.

ښاغلي بشري وویل، د شوېو څیړنو له مخې د ملي پولیسو په لیکو کې پنځلس سووه داسې کسان موندل شوي، چې په نشه یي توکو روږدي دي او اوس مهال تر جدي درملنې لاندې دي:

(د پولیسو په لیکو کې د روږدو کسانو په اړه زیاته انديښنه نشته، خو هڅه کوو، چې د منظمو سیسټمونو په رامنځ ته کولو سره د روږدو او بدو کسانو مخنیوې وکړو.)

د کورنیو چارو د وزارت له خوا د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې اوس مهال په کابل کې یو سمبال روغتون ځانګړې شوې، چې د اوږدې مودې لپاره د روږدو پولیسو درملنه کوي.

د چارواکو په وینا په نشه یي توکو روږدي پولیس تر جدي څارنې لاندې تر درملنې لاندې نیول کیږي او څو څو وارې یی وینه معاینه کیږي.

ښاغلي بشري دا هم وویل، هغه شمېر پولیس، چې درملنې ته لیواله نه دي د پولیسو له لیکو ویستل کیږي، خو د کتونکو په وینا له پولیسو د دوي ویستل ستونزه نه شي هوارولې.

د امنیتي چارو کتونکې جنرال هې ګل سلیمان خیل وایي، چې دا کسان باید داسې پرې نښودلې شي، چې وروسته بیا د ټولنې په اوږو بوج شي:

(د کورنیو چارو وزارت دې د روږدو درملنه ژر وکړي او ژر دې په دې پلان کار وکړي.)

د کورنیو چارو وزارت دا اقدام وروسته له هغې کړې، چې په رسنیو کې د پولیسو په لیکو کې د روږدو او بې بندوباره کسانو د موجودیت په اړه شکایتونه زیات شول.

په ځینو رپورټونو کې دا هم ویل شوي، چې د پولیسو په لیکو کې د داسې کسانو موجودیت د وسله والو مخالفینو په بریدو کې د پولیس د زیاتې مرګ ژوبلې سبب هم ګرځیدلې.

د کورنیو چارو وزارت هم دا ستونزه تاییدوي او وایي، چې هڅه کوي، پولیس له دې بدنامۍ وژغوري او فعالیتونه یی لا منظم کړي.
XS
SM
MD
LG