د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

بشري:هرې موسسې ته د اړتیا له مخې امنیتي ځواک ورکوو


 د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري
د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري
د کورنیو چارو وزارت په وینا که څه هم د مرستندویه موسیسو د امنیت لپاره رامنځ ته کیدونکې دا ځواک د ملي پولیسو برخه نه ده، خو د دوي ټولې چارې به د دغه وزارت له خوا سمبالیږي.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې دا امنیتي ځواک به د هغو موسیسو امنیتي چارې سمبالوي، چې تر دې مخکې د خصوصي امنیتي کمپنیو له خوا پر مخ وړل کېدل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري د یکشنې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د ولسمشر کرزي له حکم سره سم، پس له دې هیڅ یوه نوې امنیتي کمپنۍ نه جوړیږي او دوي غواړي د موسیسو امنیتي اړتیاوې د دغه ځانګړي ځواک له لارې پوره کړي.

د ښاغلي بشري په وینا دا امنیتي کسان به د کورنیو چارو د وزارت له خوا روزل کیږي او ګمارل کیږي، خو لګښتونه به یي د مرستندویه موسیسو له خوا، چې امنیتي کسانو ته اړتیا لري ورکولې کیږي:

(د کورنیو چارو وزارت د محافظت عامه ریاست به پس له دې کسان ګماري او هره موسیسه او د بیارغونې پروژه، چې امنیتي کسانو ته اړتیا ولري موږ یي ورته روزو.

خو دوي باید په مقابل کې د دوي لګښتونه ورکړي، څو یو مشروع او تر جدي څارنې لاندې منظم ځواک دوي ته په واک کې ورکړو.)

د بشري له خوا د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې دغو امنیتي کسانو ته به تنخواوې هم د کورنیو چارو د وزارت له خوا ټاکل کیږي او ورکولې کیږي، خو بودیجه به یی د مرستندویه موسیسو له خوا برابریږي.

که څه هم دا تر اوسه نه ده روښانه، چې د کورنیو چارو وزارت له مرستندویه موسیسو سره په دې اړه خبرې کړي او ایا د دې ځواک د روزنې چارې پیل شوي او که څنګه؟

له بل لوري ویل کیږي، چې له پلان سره سم د خصوصي امنیتي کمپنیو د انحلال لړۍ روانه ده او تر اوسه پورې اووه پنځوس امنیتي کمپنۍ له منځه وړل شوي دي.

د بشري د معلوماتو له مخې پاتې امنیتي کمپنۍ، چې د بیارغونې د ځینو پروژو د امنیت مسؤلیت لري په داسې ډول بې وسلې شي، چې امنیتي تشه رامنځ ته نشي.

د امنیتي چارو کتونکي که څه هم د کورنیو چارو وزارت دا اقدام نیک بولي خو د دې وزارت په اوږو پرتو مسؤلیتونو ته په پام سره دا کار ستونزمن بولي.

جنرال عبدالهادي خالد یو له هغو کسانو څخه دې، چې وایي د نورو ستونزو ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت باید په دغه نوي ځواک د موسیسو باور ترلاسه کړي:

(د مشریانو باور هم مطرح دې، که چیرې دوي د دغه نوي ځواک وړتیاوې، چې د خصوصي امنیتي کمپنیو پر ځاې جوړیږي لوړې نه کړې، هیڅ یوه موسیسه نه شي کولې، چې پر دوي باور وکړي او له دوي سره قرارداد وکړي.)

د کتونکو په باور د ملي پولیسو ترڅنګ، چې اوس مهال یي د روزلو او سمبالولو هڅې روانې دي، د محلي پولیسو جوړول او سمبالول او ورپسې د موسیسو د امنیت لپاره د دغه ځانګړي ځواک رامنځ ته کول دغه وزارت له یو ډول بې نظمۍ سره مخامخ کړي.

دغه کتونکي سپارښتنه کوي، چې د دا ډول نوي ځواک د رامنځ ته کولو پر ځای ښه به دا وي، چې د کورنیو چارو وزارت پخوانیو تشکیلاتو ته مراجعه وشي او موسیسه یی پولیس بیرته فعاله کړای شي.
XS
SM
MD
LG