د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د ننګرهار والي:هر زون کې دې لويې ديني مدرسې جوړې شي


د ننګرهار والي ګل اغا شېرزی
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزی
د افغانستان په هر زون کې د لوېو ديني مدرسو جوړل او په هېواد کې د ننه د يوه لوى اسلامي کنفرانس رابلل که ترسره شي د ترهګرۍ مخنيوى به وشي.

دا موضوعات د ننګرهار ولايت ديني عالمانو د ننګرهار له والي او د حج او اوقافو له وزير سره په جلال اباد کې وڅېړله.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي ټينګار درلود چې د ديني مدرسو په جوړېدو به هغه افغان طالبان علم ته مخ راوګرځوي، چې په ګاونډېو هېوادو کې د ترهګرۍ په هدف روزل کېږي،د ننګرهار ولايت د ٢٢ ولسواليو ديني عالمانو په غونډه کې ننګرهار والي ګل اغا شېرزي وويل:

که د افغانستان په هر زون کې لويې ديني مدرسې چې په کمپيوټري عصري خدمتونو سمبالې وي، جوړې شي د ترهګرۍ په مخنيوي کې به مهم رول ولري.

ده وويل: دغه راز بايد په ولايتو کې هم دينې مدرسو ته څانګې پرانیستل شي او بايد د نړۍ والې ټولنې له خوا ورته تعميرونه او ليلى جوړى کړل شي.

ده زياته کړه: عربي ممالک دې ديني مدرسو له خوا دې دغه مسايل حل شي، تر څو د افغانستان خلک له واقعي اسلام نه خبر شي او د نورو سيمو په مدرسو کې د دې غريب ولس بچيان د ترهګرۍ لپاره روزل کېږي، خو که دا مدرسې مو په خپل کور کې واى او خپلو ديني عالمانومو روزلاى، نو دا ستونزه به نه جوړېداى.

ننګرهار والي دغه راز د اسلامي هېوادونو د يو لوى کنفرانس جوړېدل او د ترهګرۍ په اړه يې پرېکنده دريځ اعلانول هم د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره يوه مهمه لاره چاره وښوده ده وويل:

په دې کنفرانس کې بايد دا واضح شي چې افغانستان يو مستقل هېواد دى او دلته د جهاد کول سمه خبر نه ده.

د افغانستان د حج او اوقافو وزير محمد يوسف نيازي هم د ننګرهار د علماو په د غه غونډه کې حضور درلود. ده د ننګرهار د عالمانو او والي د وړاندیزونو په اړه همدومره وويل، چې دا موضوع به وڅېړي.

د ننګرهار ولايت ديني عالمان او خلک هم په دې باوردي، چې که لويې ديني مدرسې جوړې شوې نژدې ګاونډيانو ته به د افغان طالبانو له ورتګ له ستونزې نه خلاص شي، چې هرکله يې د ترهګرۍ په وسلو سمبال او افغانستان ته يې د جهاد په نامه رالېږي.

راپور-محمد داود وفا،جلال اباد
XS
SM
MD
LG